ډبلیو اچ او د الشفاء روغتون مشر برخلیک په هکله اندیښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او جمعه نومبر ۲۴ (لیندۍ۳) په غزې کې د الشفاء په نامه تر ټولو ستر روغتون د مشر برخلیک په هکله اندیښنه څرګنده کړله.

د اسرائیل پوځ تیره ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د روغتون مشر محمد ابو سلمیه یې له هغه وروسته ونیوه چې، "شواهدو وښوده د حماس ډلې د هغه په مدیریت کې روغتون د خپلې قوماندې او کنترول د مرکز" په توګه کارولی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په اعلامیې کې راغلي چې د الشفاء روغتون مشر او د روغتیایي چارو پنځه نور مامورین پداسې حال کې ونیول شول چې د ناروغانو ایستلو په یو ماموریت کې یې برخه اخیسته چې د ملګرو ملتونو لخوا تطبیق کیده.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د فلسطین سره صلیب اتحادیې څلور روغتیايي پرسونل او د عامې روغتیا وزارت درې غړي هم توقیف شویدي.

دې نړیوالې ادارې ویلي چې د شپږو کسانو د جملې نه چې توقیف شوي و، دوه یې خوشې شوي خو زیاتوي چې " د الشفاء روغتون مشر په ګډون د څلورو نورو روغتیایي چارو مامورینو په هکله معلومات نلرو".

د ډبلیو اچ او په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې ملګري ملتونه غواړي د توقیف پر وخت ددې کسانو حقوقي او بشري حقونه په بشپړه توګه ورکړل شي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل. اسرائيلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي‌دي.

ګڼ شمیر د لویدیځ مطبوعات چې په غزې کې د وژل شوي او ټپي شویو کسانو په هکله ارقام خپروي، په هکله یې د همدې الشفا د روغتون له خولې اخیستل شوي معلومات خپروي.

په غزه کې د حماس حکومت وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې نژدې ۱۵۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. کومې خپلواکې منبع دا ارقام تائید کړي نه دي.

د اسرائیل پوځ چې تیره اوونۍ یې پدې روغتون چاپه وهلې وه، ادعا کوي چې د حماس ډله د همدې روغتون لاندې د تونلونو شبکه لري او د همدې شبکو څخه د بریدونو د کولو بندوبست کوي.

خو پخپله حماس او د روغتون چارواکو په بیا بیا دا تورونه رد کړیدي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په یوې اوونۍ کې د همدې روغتون څخه د ناروغانو د ایستلو لپاره درې ماموریتونه کړي چې په یوه کې یې وکړی شو ۳۱ نوي زیږیدلي ماشومان ددې روغتون څخه وباسي.

دې ادارې همدرانګه ویلي چې د چارشنبې ورځې په ماموریت کې یې چې د فلسطین سره صلیب ادارې سره په ګډه اجار کړ، وې کړی شو چې ۱۵۱ تنه وباسي چې ناروغان، د ناروغانو خپل خپلوان او د روغتیایي چارو مامورین پکې شامل دي.