د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخوانی قوماندان، قاسم سلیماني د داسې ډلې مشر و چې د امریکا متحدو ایالتونو د نړیوالو ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړی و. سلیماني د جنورۍ په دریمه نیټه د امریکایي ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.
قاسم سلیماني په کال ۱۹۵۷ کې د مارچ په یوولسمه نیټه د ایران په کرمان ولایت کې زیږیدلی و.
هغه د اسلامي انقلاب په لومړیو ورځو کې ددغه انقلاب سره یوځای شو او په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب د بري وروسته په پوځ کې شامل ځای شو. سلیماني د ایران په جنوب لویدیځ کې د کردانو په ځپلو کې لوی رول لوبولی و.
سلیماني د ایران او عراق تر منځ د جګړې مشري هم پر غاړه درلوده او په دغه برخه کې یې هم لوی لاس درلود. هغه په کال ۱۹۸۳ کې د قدس ځواکونو سره دنده واخیسته چې تر مرګه یې ددغې ډلې د مشر په توګه کار وکړ. د عراق او ایران د جګړې وروسته یې تر ډیر وخت پورې د مخدره توکو د قاچاقو د مخنیوي او د افغانستان او پاکستان سره د ایران د پولو د ساتنې دنده پرمخ بیوله.
سلیماني د ایران د مذهبي مشر، خامنه یي یو له اعتمادي کسانو څخه و. خامنه یي هغه په کال ۱۹۹۸ کې د قدس د ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکلی و او هغه ته یې د ایران تر ټولو لوړ نظامي مډال ذوالفقار ورکړی و.
سلیماني همداراز په عراق، لبنان، فلسطین، سوریه او یمن کې د شیعه ملیشو سره ښې اړیکې درلودلې. سلیماني په عراق کې د عصائب اهل الحق، کتائب حزب الله او د بدر سازمان سره، په لبنان کې د حزب الله ډلې، په فلسطین کې د حماس او جهاد اسلامي ډلې، په یمن کې د حوثي جنګیالیو او سوریې کې د فاطمیون ډلې سره نږدې اړیکې درلودې او د اسوشیټډ پرس د راپور په اساس، قاسم سلیماني په عراق، سوریه، لبنان او یمن کې په زرګونو جنګیالي روزلي وو.
سلیماني په کال ۲۰۱۸ کې ټرمپ ته اخطار ورکړی و او ویلي و”تاسو په سیمه کې زمونږ له ځواک نه خبر یاست، نو ځکه د ایران د خلکو او ولسمشر د سپکاوي په اړه ډیر احتیاط نه کار واخلي. “
د امریکا متحده ایالتونو سلیماني پر امریکایي پوځیانو د ګڼو حملو اصلي مهره ګڼلی و او هغه یې په عراق کې د امریکا پر سفارت د شوي برید مسول ګڼلی دی.
General Qassem Soleimani has killed or badly wounded thousands of Americans over an extended period of time, and was plotting to kill many more...but got caught! He was directly and indirectly responsible for the death of millions of people, including the recent large number....
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 3, 2020
د امریکا ولسمشر نن د جمعه په ورځ ( ۳ دسمبر) په خپل ټویټر کې لیکلي چې قاسم سلیماني د ایراني لاریون کوونکو په شمول په ملیونونو کسان وژلي او هغه باید څو کاله وړاندې له منځه وړل شوی وای.
د قدس ځواکونه
د قدس ځواکونو د ایران او عراق تر منځ د جګړې په پیل کې د سپاه پاسداران د یوې برخې په توګه د ایران له پولو بهر خپل فعالیت پیل کړ چې وروسته بیا د ایران د نظامي ځواک په یوې مهمې برخې بدل شول.
د قدس ځواکونه په سوریې کې د بشار الاسد د ملاتړو ځواکونو تر څنګ جنګیدلي او په عراق کې یې د شیعه ملیشو سره نږدې اړیکې هم پاللې دي.