د ’ملي مقاومت جبهې‘ ولې د طالبانو جنګي بندیان خوشې کړل؟ 

مقامات "جبهۀ مقاومت ملی افغانستان" ادعا می کنند که ۳۸ طالب را در پنجشیر اسیران گرفتند و سپس آنان را آزاد کردند

د احمد مسعود په مشرۍ "د افغانستان د ملي مقاومت جبهې" چارواکو د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۶) په ټولنیزو شبکو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د ۳۸ طالب بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ.

د ملي مقاومت جبهې د معلوماتو له مخې، د دې ډلې جنګي ځواکونو د دوشنبې د ورځې په سهار اګسټ ۱۵ (زمري ۲۴) په دره او ارزو ولسواليو کې د طالبانو په مرکزونو بريدونه وکړل او د ارزو درې په بېرته نيولو بريالي شول. په دغو تهاجمي عملیاتو کې د دغې جبهې ځواکونه توانیدلي چې د عنابه ولسوالۍ په ارزو دره کې د طالبانو د ډلې ۴۰ تنه جنګیالي ونیسي.

خو د پنجشېر ولايت سيمه ييزو چارواکو د مقاومت د جبهې له خوا د وسله والو طالبانو د وژل کېدو او نيول کیدو راپورونه رد کړې دي.

د پنجشیر د والي ویاند ابوبکر صدیقي سیمه ییزو ټلویزیونونو ته په یو ویډیويي پیغام کې د پنجشیر ولایت د "دره" ولسوالۍ پر ځینو برخو د څو راکټونو د لګېدو پخلی کوي، خو د ځینو کلیو د نیولو، د طالبانو د یو شمیر ځواکونو مرګ ژوبلې او نیول کېدو راپورونه نه مني.

خو د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي د مقاومت د جبهې له خوا د طالب بندیانو د خوشې کیدو د انځور او ویډیو له شریکولو وروسته له امریکا غږ سره په خبرو کې «د جنګي بندیانو سره د نړیوالو کنوانسیونونو سره سم د انساني او اسلامي چلند» خبر ورکوي.

احمدی افزود: "اسیرشدگان کسانی بودند که طالبان، این افراد را از روستاها به زور به جنگ آورده بودند." سخنگوی جبهۀ مقاومت به صدای امریکا علاوه کرد که اسیر شدگان تعهد سپردند که آماده اند مهاجرت کنند، ولی دوباره به صف طالبان نروند. به گفته احمدی، به اسیران رها شده از سوی جبهۀ مقاومت "جیب خرجی و سفریه" نیز در نظر گرفته شده بود.

د ملي مقاومت جبهې ویاند وايي، نیول شوي ځواکونه د ملي مقاومت جبهې له لوري د انسان دوستۍ د احساس له امله خوشي شوي دي. احمدي همدا راز زیاتوي، چې د بندیانو پر پرېښودو سربېره یې خپلو کورنیو ته د بندیانو د خوندي ستنېدو زمینه هم برابره کړې ده.

احمدي زياته کړه: "بنديان هغه کسان وو، چې د طالبانو له خوا په زور له کليو څخه جګړې ته راوستل شوي وو." د مقاومت جبهې ویاند امریکا غږ ته زیاته کړه چې نیول شویو کسانو ژمنه کړې چې هجرت ته چمتو دي خو بیا به د طالبانو له لیکو سره یوځای نه شي. د احمدي په وينا، د مقاومت د جبهې له خوا خوشې شويو بنديانو ته د "جيب پيسې او د سفر لګښتونه" هم ورکړل شوي دي.

خو د هشت صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، په پنجشیر کې سیمه ییزو سرچینو دې ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د ملي مقاومت د جبهې له خوا خوشې شوي جنګیالي له خوشې کېدو یوه ورځ وروسته بندیان کړل. له هشت صبح څخه په خپور شوي خبر کې راغلي چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۲۶ نیټه د مقاومت د جبهې د ځواکونو له خوا ۳۸ تنه ازاد شوي ځواکونه د تسلیمیدو په تور بندیان کړي دي.

د طالبانو او ددې ډلې د مخالفو وسله والو ترمنځ څه روان دي؟

د تېر یو کال په ترڅ کې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د مقاومت د جبهې په نوم یو شمېر وسله والو ډلو خپل شتون اعلان کړ. د رسنیو د راپورونو له مخې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه د طالبانو تر ټولو فعاله وسله واله مخالفه ډله ګڼل کېږي.

په تېر کال کې دغې جبهې په وار وار له کورنیو او نړیوالو رسنیو سره د طالبانو پر وړاندې د پوځي لاسته راوړنو په اړه خبرې کړې دي او ادعا یې کړې چې د جګړې په ډګرونو کې یې د طالبانو چورلکې رانسکورې کړي، طالبان یې وژلي او نیولي دي، هغه ادعاوې چې د طالبانو ویاندویانو او لوړ پوړو مقاماتو تل رد کړي دي.

د طالبانو د ملي دفاع سرپرست وزیر یعقوب مجاهد چې د طالبانو له جګپوړو مشرانو څخه دی او دا مهال د دغې ډلې تر ټولو لوړپوړی پوځي چارواکی دی، د اګست په ۱۵ د پخواني رژیم د نسکوریدو او د طالبانو د بریا د کلیزې په مناسبت وینا کې ادعا وکړه چې: "د هېواد ځمکه او فضا په بشپړه توګه د طالبانو تر واک لاندې ده." دغه لوړپوړي طالب چارواکي دا هم ویلي چې "اسلامي امارت" د افغانستان په هیڅ کنج کې پوځي مخالف نه لري.

په هر حال اساسي پوښتنه دا ده چې د طالبانو او د هغه د مخالفو ډلو تر منځ څه روان دي؟

د افغانستان په تېر حکومت کې د کورنیو چارو وزارت پخواني سرپرست میرزا محمد یارمند له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې جبهې د پخواني حکومت د ځانګړو قطعاتو د افسرانو او سرتېرو له خوا په چریکي ډول پرمخ وړل کېږي.

د تېر حکومت دغه پخوانی چارواکی وايي چې د پنجشیر په درېیو ولسوالیو اندراب، خوست او فرنګ کې له طالبانو سره جګړه د ولسي ملاتړ څخه برخورداره ده، په هرات، کندز، کابل، کندهار، تخار، اروزګان، زابل، پکتیا، ننګرهار او د افغانستان په نورو برخو کې چریکي جګړه روانه ده چې تر اوسه یې طالب ځواکونو ته "درانه تلفات" اړولي دي.

د طالبانو دریځ

که څه هم د ملي مقاومت جبهې ویاند د طالب بندیانو د خلاصون ویډیو خپره کړې، خو په پنجشیر ولایت کې د طالبانو ویاند د ملي ټلویزیون د ټویټر پاڼې له لارې ادعا کړې چې د مقاومت د جبهې له خوا ددې ډلې سرټیري ندي نیول شوي او ویلي یې دي: «په پنجشیر کې اسلامي امارت د خلکو کلک ملاتړ لري.»

د پوځي چارو کارپوه او د مارشال فهیم د ملي دفاعي پوهنتون پخوانی استاد معین اسلامپور په دې باور دی، چې طالبان د هېواد په بېلابېلو برخو په تېره بیا په شمال کې د وسله والو مخالفینو له پراخ حضور څخه وېره لري.

د دغه سیاسي-پوځي کارپوه په وینا، د وسله والو مخالفینو په ځانګړي ډول د مقاومت د جبهاتو د شتون په اړه د طالبانو انکار او سپکاوی د دغې ډلې د وېرې څخه ریښه اخلي. د پوځي پوهنتون دغه استاد د افغانستان د خلکو په تیره بیا د هیواد په شمال کې د مقاومت د سیاسي شخصیتونو نفوذ او غیز ته په اشارې سره په دغو سیمو کښې د طالبانو وضعیت کړکیچن بولي.

له بلې خوا، که څه هم د ملي مقاومت جبهه د طالب بندیانو خوشې کول د «بشردوستۍ احساس» ګڼي، خو د ټولنپوهنې او امنیتي چارو کارپوه شکیب انصاري په دې باور دی، چې په پنجشیر کې د مقاومت جبهې له منګولو څخه د طالب جنګیالیو خلاصون یو تبلیغاتي اړخ لري.

انصاري څرګنده کړه، چې د بندیانو د زیاتوالي له امله په چریکي جګړو کې د بندیانو مدیریت نه یوازې ستونزمن دی، بلکې ځنې وخت په زیان هم تمامېږي.

دا ټولنپوه په دې باور دی: "که د مقاومت د ځواکونو له منګولو څخه د طالب سرتېرو خلاصون د سازمان دننه قدرت زیږنده وي کیدای شي د مقاومت جبهې لپاره د لا زیات جلب او جذب زمینه برابره کړي."

هغه زیاته کړه: "کیدای شي د دغو ځواکونو خوشې کېدل له طالبانو څخه د مقاومت د جبهې د بندیانو د خلاصون په بدل کې شوي وي. خو له دې امله چې طالبان د مقاومت حقیقت نه شي منلی، کیدای شي دا معامله پټه پاتې وي."