د ښځو عمر د نارینو په پرتله اوږد شوی - رپوټ

د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکړی چې ښځې د نارینو په پرتله په اوسط ډول پنځه کاله زیات ژوند کوي.

پدې رپوټ کې راغلي دي چې د انسانانو د مړینې د ۴٠ اصلي لاملونو څخه په ٣٣ لاملونو کې د نارینو د عمر اوسط د ښځو په پرتله ټیټ دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د ارزونې او تدقیق د برخې مسوله سمیرا اسما، وایي چې نارینه د ښځو په پرتله خپلې روغتیا ته لږه پاملرنه کوي.

رپوټ وایي په عفوني ناروغیو، سگرټو څکلو او الکول څښلو، قتل، ترافیکي پیښو، ځان وژنو او همداشان د قلبي او رگونو ناروغیو باندې د اخته کیدو له کبله د نارینو د مړینې شمیرې د ښځو په پرتله لوړې دي.

په رپوټ کې د مثال په توگه د نارینو د ځان وژنو نړیوالو شمیرو ته اشاره شوې چې د ښځو په پرتله په سلو کې٧٥سلمخ زیات دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان رپوټ همداشان وایي چې په نړیواله کچه د انسانانو د عمر کچه په متوسطه توگه ٦٦،٥ کلونو څخه ٧٢ کلونو ته لوړ شوی دی.

خو د روغتیا د نړیوال سازمان رپوټ دا هم ویلي دي چې د زیږون په وخت د ښځو د مړیې کچه هم په راټیټیدو ده.

ددغه رپوټ د شمیرو له مخې په نادارو او فقیرو هیوادونو کې د هرو ۴١ امیندوارو ښځو څخه یوه یې د صحي خدمتونو د کموالي له امله د امیندوارۍ اوزیږون د ستونزو په خاطر مري ، پداسې حال کې چې دغه شمیره په بډایو او پرمختللو هیوادونو کې په هرو ٣٣٠٠ ښځو کې یوه ده.