په امریکا کې د جولیان اسانج د محاکمه کیدو احتمال

د بریتانیا پولیس د جولیان اسانج د نیولو پر وخت

د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی جولیان اسانج په بریټانیا کې ونیول شو، خو د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس دونالد ټرمپ وايي د ویکي لیکس ویب پاڼې په اړه معلومات نلري.

۴۷ کلن اسانج له ۲۰۱۲ کال راهیسې په لندن کې د اکوادور په سفارت کې اوسیده، خو د پنجشنبې په ورځ (اپریل ١١) د بریتانیا پولیسو هغه له سفارت څخه په زوره وایست او توقیف یې کړ.

پر ښاغلي اسانج باندې د امریکا د حکومت د محرمو اسنادو د بربنډولو پخواني تورونه دي او کیدای شي چې ددغو تورونو په اړوند په امریکا کې محاکمه شي.

جولیان اسانج په لندن کې د اکوادور د سفارت دننه ٨٢ میاشتې تیرې کړې. د پنجشنبې په ورځ د اکوادور مقاماتو وویل چې اسانج په پرله پسې ډول د نورو هیوادونو په چارو کې د مداخلې په کولو سره د پناه اخیستنې تړونونه مات کړي دي.

د هغه د نیولو په اړه د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه د ویکيلیکس په اړه هیڅ معلومات نه لرم. دا په ما پورې اړه نه لري. دا هغه څه دي چې جولیان اسانج پورې اړه لري او هغه ورسره مخامخ دی. زه زیاتره تصور کوم چې لوی څارنوال به یې په اړه پریکړه وکړي او خپله دنده به په ښه توګه سر ته رسوي."

جمهور رییس ټرمپ په ۲۰۱۶ کې د خپل انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې وروسته تر هغه ویکیلیکس ته وار وار اشاره وکړه چې دغې موسسې د دموکرات ګوند د ملي کمیټې ایمیلونه هک کړل.ښاغلي ټرمپ هغه وخت ویلي وو چې "ویکيلیکس! ویکیلیکس ماته ګران دی."

په ۲۰۱۰ کې ویکیلیکس د عراق او افغانستان د جګړو په اړه شاوخوا ٧٠٠ زره اسناد، ویډیوګانی، ټیلیګرامونه او رپورټونه خپاره کړل چې د چلسي مننګ په نامه یوې پخوانۍ سرتیرې ترلاسه کړي وو. پدغو موادو د ملکي کسانو مرګ او ژوبله او د هغو مشکوکو ترهګرو په اړه جزییات شامل وو چې په ګوانتانامو کې ساتل کیدل.

اسانج په ۲۰۱۲ کې وروسته تر هغه د اکوادور په سفارت کې پناه واخیستله چې په سویډن کې پر هغه د جنسي تیري تورونه ولګیدل، خو اوس پر هغه دغه تورونه لیرې شوي دي. هغه لا پخوا اټکل کړی و چې چې امریکا ته به وسپارل شي.

امریکا پر اسانج تور لګولی دی چې له آغلې مننګ سره په جوړجاړي کولو یې د دفاع وزارت د کمپیړټرونو له لارې محرمو یا پټو معلوماتو ته لاره موندلې ده.

د ښاغلي اسانج پلویان وايي چې هغه باید د نورو ژورنالیستانو په څیر حقونه ولري.

د بریتانیا قاضیان به اوس پریکړه کوي چې آیا امریکا ته د هغه د سپارلو غوښتنه ومني او که نه. د ښاغلي اسانج پخوانی مدافع وکیل جفري رابرټسن وايي: "زه د بریتانیا په قضايي سیستم باور لرم او فکر کوم د هغه (اسانج) استدلال به دا وي چې دغه اقدام د هغه په وینا د آزادۍ له حق څخه یوه سرغړونه ده."

پر اسانج به لومړی تور دا وي چې هغه د بریتانیا محاکمو ته د خپل ځان په سپارلو کې پاتې راغلی دی.

په ورته وخت کې د هغو ښځو له جملې څخه چې د اسانج پرخلاف یې د جنسي تیري تورونه لګولي وو یوې یې غوښتنه کړې ده چې د هغوی قضیه یا دعوی دې بیرته پرانستل شي چې په دې توگه دا کار د هغه پرخلاف دغه قضايي دوسیه لا پیچلې کوي.