په پاکستان کې باد او باران شاوخوا ۲۷ کسان مړه کړي

تصویر: ارشیف

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وایي د شدید باد او باران له کبله د یکشنبې په ورځ جون ۱۱ (جوزا ۲۱) ۲۷ کسان مړه شوي چې ماشومان هم په کې دي.

د طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې ویاند تیمور علي خان وویل: «د یو کور له غورځېدو وروسته ۱۲ تنه د کور تر چت او دیوال لاندې شوي او مړه شوي دي.»

شدید باد او باران د دغه ایالت څلور ولسوالۍ ډېرې ځپلې دي. په بنو کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه مړه شوي‌ دي.

تیمور علي خان وویل چې پدې سیمه کې څه باندې ۱۴۰ تنه نور ژوبل شوي او تر ۲۰۰ ورپورته څاروي هم مړه شوي دي.

تېرکال هم په پاکستان کې د سختو موسمي بارانونو له کبله سیلابونه وشول چې د چارواکو په وینا څه باندې ۱۷۰۰ کسان یې مړه او تر دوه میلیون زیات کورونه یې زیانمن کړل.

په پاکستان کې مقامات وايي چې له هند او عرب سمندر څخه یو طوفان د پاکستان د جنوبي برخو په لور روان دی.

د سند په ایالت کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې په یوې اعلامیې کې د دغې اوونۍ په پای کې د شدید باران او طوفان خبرداری ورکړی او کب نیوونکو ته سپارښتنه شوې چې د جون تر ۱۷ نېټې پورې دې د کب نیولو لپاره نه ورځي.