بامیانو کې نن د ژمنیو لوبو سیالۍ پیل شوې

دا دوهم کال دی چې په بامیانو کې د ژمنیو ورزشي لوبو سیالۍ ترسره کیږي.

د بامیان په ولایت کې نن د پنجشنبې په ورځ( مرغومې ۲۷ مه) د ژمنیو لوبو دوهم جشن د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیل شو.

په دې لوبو کې د بامیان سربیره د کابل، غزني،میدان وردګ، پنجشیر او پروان ولایت شاوخوا ۲۰۰ ورزشکارانو، چې انجونې هم په کې شاملې دي ګډون کړی دی.

د دې ورزشي جشن تنظیموونکي وايي، چې د بامیانو ولایت د ژمنیو لوبو لپاره یو مناسب ځای دی.

د ژمنیو ورزشي لوبو د ملي اتحادې رئیس منورشاه شهزاد وايي، چې د دغه ورزشي جشن د جوړولو هدف په افغانستان کې د ژمنیو لوبو ته وده ورکول دي.

ښاغلي شهزاد وویل " د تیرکال پرتله زمونږ پروګرام ښه شوی دی او ورزشکارانو ته مو ښه امکانات او وسایل برابر کړي دي".

هغه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې هڅه کوي، چې بل کال ته د ژمنیو لوبو لپاره د سږکال پرتله ښه ترتیبات ونیسي.

د ژمنیو ورزشي لوبو د ملي اتحادې چارواکي وايي، چې په پام کې ده، سبا د جمعې په ورځ د سکي او سنو بورډ د لوبو سیالۍ د ښځینه لوبغاړو په ګډون د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ پیل شي.

په دې لوبو کې د کابل ولایت څخه یو ګډون کوونکي شعیب مرادي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د سکي د دو تنو په سیالیو او هم د نښې د ویشتلو په سیالیو کې یې ښه مقام ترلاسه کړی دی، اوس هڅه کوي، چې په نړیوالو سیالیو کې هم د افغانستان استازیتوب وکړي.

ښاغلي مرادي وویل " د ژمي د دو تنو په سیالیو او نښې ویشتولو په سیالیو کې مې دوهم مقام وګټه، هدف مې دادی، چې نړیوالو سیالیو ته لاره پیداکړم.

د ژمنیو ورزشي لوبو د ملي اتحادې چارواکي وايي، د کُرلیګ د ورزش یو شمیر ورزشکاران به یوه نیمه میاشت وروسته په روسیه کې د دغه ورزش په سیالیو کې برخه واخلي.

تیرکال هم په بامیانو کې د ژمي د موسم د ورزشي لوبو سیالۍ ترسره شوې وې.