پاکستان یا مرکزي اسیا، امریکا چیرته پوځي اډه جوړوي؟  

د افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د ایستلو د بهیر له پیل وروسته، متحده ایالات هڅه کوي چې د افغانستان د ګاونډیانو په ځانګړې توګه د پاکستان همکاري جلب کړي چې د هغوی له وتلو وروسته افغانستان له کډوديو او شخړو سره مخامخ نشي.

د امریکا متحده ایالات هلې ځلې کوي سیمه ییز لوبغاړي وهڅوي چې هم د دپلوماتیکو لارو د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات چټک شي او هم د ضرورت پر وخت د ترهګرۍ او خشونت پر ضد د نویو عملیاتو د پیل لپاره پوځي همکاري وکړي.

د ځواکونو له وتلو وروسته پر افغانستان باندې د نظر او څار ساتلو یوه لاره،‌ د افغانستان په کوم ګاونډي هېواد کې د امريکايي ځواکونو د پوځي اډې موجودیت او لرل دي.

سره له دې چې پاکستاني رسنیو په پاکستان کې د یوې پوځي اډې د درلودلو لپاره د امریکا د لیوالتیا په هکله رپوټونه خپاره کړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ دغه انتخاب رد کړ چې ګنې امریکا به د پاکستان د پوځي اډو څخه ددې مقصد لپاره کار اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۵ (غبرګولي۴)‌ په سنا کې وویل چې نه به امریکا ته اجازه ورکړي چې په پاکستان کې پوځي اډې جوړې کړې او نه به هم اجازه ورکړي چې د دغه هېواد د پوځي اډو څخه د بې پیلوټه الوتکو او نورو عملیاتو لپاره کار واخلي.

د امریکا لپاره به د افغانستان د څارنې لپاره بل انتخاب دا وي‌ چې د مرکزي اسیا په کوم هیواد کې پوځي اډې ولري. خو د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوفویلي چې تاجیکستان او اوزبیکستان به متحده ایالاتو ته اجازه ورنکړي چې په خاوره کې یې پوځي اډه ولري.

ښاغلي کابلوف د دوشنبې په ورځ د روسیې سپوتنیک اژانس ته وویل: "هغوی څرګنده کړې چې دا کار ناممکن دی. د تاجیک او اوزبیک شریکانو سره زمونږ تماسونه ښيي چې تر اوسه له هغوی څخه دا ډول رسمي غوښتنه نده شوې."

سره له دې چې د افغانستان څخه د ځواکونو د بشپړه وتلو وروستي مهلت ته شاوخوا درې نیمې میاشتې پاتې، امریکایي مقامات ټینګار کوي چې د افغانستان په یو ګاونډي هیواد کې د پوځي اډې د درلودلو په اړه موافقې ته د رسیدو لپاره پوره وخت شته.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل: "دپلوماتیک بحثونه روان دي او لا ندي بشپړ شوي. مختلف فرصتونه او انتخابونه لټوو چې [په افغانستان کې] د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره باوري او دوامداره وړتیا ترلاسه شي. ډېرې لارې په مخکې شته چې یوه یې په بهر کې د اډو درلودل دي."

پاکستان د واشنګټن د توجه مرکز

سره له دې چې د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې په تیره یوه لسیزه کې په ځانګړې توګه په ۲۰۱۱کې د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د اسامه بن لادن، له وژنې وروسته کړکیچنې وې او زیاتې لوړې ژورې یې تجربه کړې، لا هم د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو وروسته پاکستان د متحده ایالاتو د هڅو په سر کې دی.

په څو تیرو ورځو کې د سپینې ماڼۍ او پنتاګون مقاماتو د پاکستاني مقاماتو سره څو ځلې تماسونه نیولي او امریکایي مقاماتو خوشبینې ښودلې چې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جیک سولیوان او د هغه د پاکستاني سیال معید یوسف، ترمنځ تماس چې د یکشنبې په ورځ په ژنیو کې وشو، هیله بخښونکی و.

د سولیوان او یوسف، له لیدلو وروسته سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولي۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان ته له اشارې پرته وویل: "دواړو خواو په مختلفو دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو بحث وکړ. دواړو خواو د بحث په دوام موافقه وکړه."

همداشان د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لویډآستین او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز قمر جاوید باجوه، ترمنځ له تیلیفوني تماس وروسته د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې دغه تماس "ډیر ګټور" و.

ښاغلي کربي وویل: "وزیر [لویډآستن] د افغانستان د سولې له مذاکراتو څخه د پاکستان ملاتړ ستایلی او د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کیدو په خاطر یې هیله څرګنده کړې ده."

د روانو هڅو سره سره داسې ښکاري چې د دواړو خواو ترمنځ د تیرو کلونو د بې باورۍ په پام کې نیولو سره په پوځي او دپلوماتیکو برخو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ بحثونه ستونزمن دي او ښایي وخت ته اړتیا ولري.

د پاکستان هڅول

دا چې د افغانستان د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د پاکستان د همکارۍ په راجلبولو کې به د امریکا هڅې څومره ګټورې وي، د ابهام تر سیوري لاندې دي.

د پاکستان د هڅونې لپاره یو انتخاب هغه هیواد ته د امریکا د امنیتي مرستو بیا پیل کول دي چې په ۲۰۱۸کال کې د پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ له لورې ځنډول شوې.

ښاغلي ټرمپ پاکستان ته د امریکا ۳۰۰میلیون ډالرو مرسته د هغه هیواد د "دوه ګونې پالیسۍ" او د "ښه او بد" تروریست د تفکیک په وجه بنده کړه. که څه هم چې دا اندازه د پاکستان د هڅونې لپاره کافي نه بریښي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د امنیتي مرستې ددغه مالي بستې د بیا پیل کیدو د احتمال په اړه له نظر څرګندولو ډډه وکړه.