د ولسي جرګې د ریاست لپاره نن له سره انتخابات کیږي

د افغانستان د ولسي جرګې وکیلانو پریکړه کړې، چې د دغې جرګې د ریاست څوکۍ لپاره به له سره انتخابات کوي.

د ولسي جرګې وکیلان وايي، چې د ریاست څوکۍ پر سر د روان کړکیچ د ختمولو لپاره د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۳مه) د اختلافي رای پاڼې پر سر له سره رایه اچونه وشوه، چې په نتیجه کې اکثرو وکیلانو د رد رایه ورکړه.

د دغې جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د اختلافي رایې د تائید او یا رد لپاره وکیلانو ۱۲۰ د رد او ۹۰ د تائید رایې ورکړې.

ښاغلي قلاتوال زیاته کړه: "انتخابات دویم پړاو ته لاړل او د ننګرهار وکیل ملک قیس ملکزی د موقت رئیس په توګه وټاکل شو، سبا به ولسي جرګه بل پړاو انتخاباتو ته ځي".

د ولسي جرګې د ریاست لپاره میر افغان صافي، احمد جاوید جیحون او عبدالشکور واقف حیکمي ځانونه کاندید کړي دي.

د قلاتوال پر وینا، هر چا چې په دغو انتخاباتو کې د ولسي جرګې د کورنيو دندو له اصولو سره سم ټاکل شوې رایې وګټلې، هغه به د دغې جرګې د رئیس په توګه اعلان شي.

د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ پر سر لانجه وروسته له هغې راپورته شوه، چې د دغې څوکۍ لپاره په لومړي پړاو انتخاباتو کې د میر رحمان رحماني د یوې رایې پر سر د وکیلانو تر منځ اختلافات پیدا شول.

یو شمیر وکیلانو دا رایه، چې د ښاغلي رحماني په ګټه کارول شوې وه، خو په کې یو اضافي ټکی هم لیکل شوی وو، معتبره ګڼله او ځینې نورو ویل، چې دا رایه باید باطله وشمیرل شي.

د ولسي جرګې د وکیلانو ترمنځ دغو اختلافاتو شاوخوا دوه میاشتې دوام وکړ او د وکیلانو ترمنځ د لفظي شخړو تر څنګ څو ځل فزیکي شخړې هم رامنځ ته شوې.