کندوز کې په ۲ کالونو کې اول ځل لپاره د میرمنو ورځ ولمانځل شوه

په کندوز کې اتم د مارچ د لمانځلو پر مهال زیاتو ښځو ددغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځینه مامورینو د ګومارنې پر وخت د خنډونونو د پیدا کولو شکایت کاوه.

دوي ویل چې په کندوز کې که دولتي مامورین پر دندو ګومارل کیږي ځینې ځایي مسؤلین یې د مقررۍ مخه نیسي، د ښځو د چارو یوه ماموره شریفي په کندوز کې د ښځو پر وړاندې د ستونزو په اړه داسې وايي " یوه ستونزه مو ناامني ده، بله ستونزه د کار د زمینې نشتوالی دی، خو په کندوز کې ځکه ښځې په کمه کچه په دولتي ماموریتونو مقررې دي چې د ځینو کسانو له خوا یې مخه نیول کیږي."

د ښځو چارو رئیسې نصیبه هولکر د غونډې په ترڅ کې پر ښځو غږ وکړ چې باید خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولیږي، خو د کندوز په ځینو کلیوالو سیمو کې د وسله والو طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړو ته نه پریښودل کیږي او په ځینو کلیو کې یې د نجونو ښوونځي تړلي دي.

فرزانه یوه بله فعاله ده هغه هم په کندوز کې د ښځو د نه استخدام یادونه کوي او وايي چې دغه ددوي پر مخ لویه ستونزه ده " په دولتي ادارو کې د ښځو د استخدام سطحه ټیټه ده، یو شمیر ښځې چې مقرریږي هغوي کاري مصونیت نه لري او یو شمیر وروڼه فکر کوي چې ښځې د کار وړتیا نه لري او د هغوي په وړتیاو سترګې پټیږي."

د اقتصاد پوهنځي محصله ده هغه وايي چې د تیرو کلونو په نسبت له لوڼو سره په رویه کیږي تغیر راغلی اوس د نجونو ځینو خبرو ته غوږ ایښودل کیږي خو بیا هم په ټولنه کې له ستونزو سره مخ دي او عام فکرونه لا نه دي اصلاح شوي.

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې ټولو ویناوالو دده له غوږه ډیرې خبرې تیرې کړې خو هڅه باید وشي او د خلکو ذهنونه روښانه شي " د خلکو ذهنونه باید دومره روښانه شي چې که څوک د ښځې په مقابل کې د تاوتریخوالي فکر هم کوي باید خجالت وباسي."

هغه د عامه ذهنیتونو په روښانولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې که څوک د ظلم پر خلاف مبارزه کوي هغه قهرمانان دي او باید وستایل شي.