د فلوریډا په ایالت کې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي

د امریکا د فلوریډا په ایالت کې یو وسله وال په ډزو کې دوه ښځې چې د یوگا تمرین یې کاوه وژلي دي.

د دې ایالت د تالاهاسي سیمې پولیسو ویلي دي، پدغو ډزو کې چې د جمعې ورځې په ماښام وشوې لږ تر لږه څلور تنه ټپي شوي هم دي.

برید کوونکی ۴٠ کلن سکاټ بیورل معرفي شوی چې د لومړنیو رپوټونو له مخې د ډزو وروسته یې خپل ځان هم ویشتلی او وژلی دی.

مقاماتو ویلي دي چې د ډزو وروسته داسې ښکاریدل چې د یوگا نورو زده کولو ددغه بریدگر پر وړاندې مقاومت کړی دی.

د تالاهاسي سیمې د پولیسو رئیس مایکل دلیو ویلي دي چې "داسې نښې نښانې شته چې څو تنو نه یواځې دا چې د بریدگر پر ضد جنگیدلي بلکه هڅه یې کړې چې نور کسان هم وژغوري."

په فلوریډا کې دغه ډزې یوه اونۍ وروسته له هغې کیږي چې د تیرې شنبې په ورځ د پنسلوانیا په ایالت کې د یهودانو په کنیسه باندې په ډزو کې ١١ تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول.

د امریکا په متحده ایالاتو کې هر کال څه دپاسه ٣٠ زره کسان د وسلو اړوند تاوتریخواليو کې وژل کیږي.