د ښځو مساوي حقوق؛ سلگونه زرو کسانو لاریونونه وکړل

په واشنگټن ډي سي کې لاریون کوونکو د ښځو په اړه د ولسمشر ټرمپ پر دریځونو نیوکې وکړې

د نیویارک ښاروال بل دي بلاسیو وایي چې د ښځو د حقونو په لاریون کې یوازي په منهاټن کې یو سلو شل زره کسانو گډون کړی وه. همدا شان د امریکا او نړۍ په گڼ شمیر لویو ښارونو کې د لاریون کوونکو شمیر سلگونه زرو ته رسیږي.

سږ کال د ښځو مارش یا لاریون د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واک ته د رسیدو د کلیزې په ورځ وشو، او اکثریت گډون والو د خپلو کالیو او شعارونو له لارې د ولسمشر ټرمپ دریځونه غندل.

په دې کې د پشی د غوږونو په څیر د گلابي رنگ خولۍ هم تر سترگو کیدې چې د تیر کال د مارش سمبول گرځیدلې وې او د کمپاین پر مهال د ولسمشر د ښځو په اړه د دریځ پرضد یې شهرت موندلی و.

د ښځو په مارش کې عمده ټکي په تنخا او صحي خدماتو کې مساوي حقوق د مساوي حقوقو غوښتنه وشوه، د جنسي ځورنې پیښې وغندل شوې، او پر ښځو باندې غږ وشو چې په عامه او سیاسي چارو کې د رهبرۍ مقامونو ته ځانونه چمتو کړي.

د امریکا د واشنگټن دي سي، لاس انجلس، شیکاگو، لاس ویگاس او نورو ښارونو تر څنگ، په روم، کمپالا، فرانکفورت، اوسکا، بیجینگ، بیونس ایرس، او نایروبي کې هم سترې غونډې وشوې.