د ايران اسمان هوايي شرکت نن د ډسمبر په ٢٢ (مرغومي دوهم) د ايران له مشهد ښار څخه د «ايران بانو» تر نامه لاندې د ښځینه پیلوټانو په واسطه لومړۍ الوتنه چې ټولې مسافرې یې ښځې وې، ترسره کړه.
د ایرنا رسمي خبري اژانس د راپور له مخې د اسمان هوايي شرکت دا پرواز چې پکې ۱۱۰ ښځینه مسافرې سپرې وې د ایران د یوې مخکښې پیلوټې شهرزاد شمس لخوا ترسره شو.
دا الوتکه چې په "ایران بانو" نومول شوې وه د دې هېواد په دویم ستر ښار مشهد کې د هاشمي نژاد په نړیوال هوايي ډګر کې کېناسته.
د ایرنا خبري اژانس پرته له دې چې د الوتکې د پرواز ځای مشخص کړي وویل: "دا لومړی ځل دی چې د ښځینه مسافرو او عملې پرواز په مشهد کې ناسته کوي."
د ایرنا د راپور له مخې مشهد ته دغه پرواز د اسلام د پیغمبر محمد (ص) د لور فاطمه الزهرا د زېږون د ورځې په مناسبت ترسره شوی دی.
که څه هم په ایران کې د ښځو له خوا د الوتکو پرواز یو غیر معمول کار دی خو په وروستیو کلونو کې میرمنو په دې هېواد کې پیلوټۍ ته مخه کړې ده.
د ایران د سیمهییزو رسنیو د معلوماتو له مخې له دې وړاندې پیلوټه نشاط جهانداري او همکاره یې فروز فیروزي لومړۍ ایراني میرمنې وې چې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې یې د ایران په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مسافر وړونکې الوتکې پرواز ترسره کړ.