سلګونو زرو میرمنو د ډونالډ ټرمپ پر ضد لاریون وکړ

دغه میرمنې په واشنګټن ډي سي کې پداسې حال کې راټولې شوې وې چې هوا ډیره سړه وه

د متحده ایالاتو نوي جمهور رئیس د جمعې په ورځ‌ د وفادارۍ لوړه وکړله خو د لوړې د مراسمو نه یوه ورځ وروسته سل ګونه زره میرمنې د امریکا د بیلا بیلو ښارونو نه واشنګټن ډي سي ته راغلی وې چې د ښاغلي ټرمپ د پالیسو په هکله خپل اعراض څرګند کړي.‌

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پخپلو انتخاباتي مبارزو کې د میرمنو ، مهاجرینو او مسلمانانو په هکله ځینې داسې څرګندونې کړیدي چې خلک یې اندیښمن کړیدي.‌ په مظاهره چیانو کې ښځینه سیاستوالو، سندرغاړو ، فلمي ستورو او مشهورو څیرو برخه درلوده.

د امریکا یوې تر ټولو مشهورې سندرغاړې مدونا هم چې په لاریون کې د ګډون په هکله یې هیڅ هم نه و ویل شوي،‌ناڅاپه په سټیج ښکاره شوه.‌ هغې پخپل شعار کې وویل "مونږ مینه غوره کړې" او دوه سندرې یې هم وویلی.‌

د متحده ایالاتو مشهورې سندرغاړې مدونا هم په لاریون کې ګډون کړی و

ډونالډ‌ ټرمپ‌ پخپلو انتخاباتو مبارزو کې ویلي‌ و چې ښایي په امریکا کې د میشتو مسلمانانو لپاره به د معلوماتو د ثبتولو یو ځانګړی سیتسم جوړ کړی خو په لاریون کې ګلوریا ستاینم چې د لسیزو راپدیخوا په متحده ایالاتو کې د میرمنو د حقونو لپاره مبارزه کوې او یوه پیژندل شوې څیره ده وویل چې " که ټرمپ د مسلمانانو نوم ثبتول پیل کړل،‌ مونږ به ټول خپل ځانونه د مسلمانانو په حیث ثبت کړو. "

په لاریون کې د ځوانو میرمنو تر څنګ د پاخه عمر میرمنو هم ګډون کړی ،‌حتی ځینې یې په ویل چیر کې راغلې وې.‌دوي ویل غواړي خپلو اولادونو ته وښیي چې " هغه څه چې ټرمپ وایي، مونږ یې خپلو اولادونو ته نه ورزده کوو."

په لاریون کې سل ګونو زرو میرمنو برخه اخیستې وه چې په تاریخ کې ساری نلري.‌

د واشنګټن ډي سي تر څنګ په نیویارک، لاس انجلس، شیکاګو او نور غټو ښارونو کې هم لسګونو زرو میرمنو د نوي جمهور رئیس د پالیسیو په خلاف لاریونونه کړیدي.‌