کابل کې معترضو مېرمنو د استاد جلال د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

معترضې مېرمنې

یو شمېر ښځو د یو اعتراضیه حرکت په ترڅ کې د کابل پوهنتون د استاد او سیاسي تحلیلګر فیض الله جلال خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

دغه معترضو ښځو «د استاد غږ د خلکو غږ دی» د «استاد جلال خوشي کول زموږ هیله ده» د شعارونو په ورکولو سره ویل چې طالبان په دې ډول اقداماتو د خلکو غږ نشي خاموشه کولای.

یوې معترضې د طالبانو لخوا د استاد جلال نیول کېدل «غیرقانوني او متعصبانه» وبلل او ویې ویل چې هغوی نن د کابل ښار په څلورو برخو کې په مظاهرو لاس پوري کړی دی.

دغه معترضو مېرمنو همدارنګه وویل که طالبان استاد جلال خوشي نکړي، دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي. استاد جلال تیره ورځ په کابل ښار کې له خپل کور څخه د طالب سرتیرو لخوا نیول شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال نیول کېدل تائید کړل او هغه یې یو «متعصب» شخص بللی دی.

مجاهد زیاته کړې استاد جلال د خپلو هغو خبرو د وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې خلک د نظام پر ضد پارول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې.

نوموړي زیاته کړې چې استاد جلال د دې لپاره نیول شوی: "تر څو پورې بل څوک د استاد او دانشمند!!؟ له ادرسه داسې اوتې بوتې ونه وايي او د چا شخصیت او عزت ته زیان ونه رسوي."

ذبیح الله مجاهد په ټولنیزو رسنیو کې د استاد له ادرس څخه هغه پوسټونه هم خپاره کړي چې په هغه کې د طالبانو د استخباراتو رئیس او د ملي امنیت اوسني مشران یې پاکستانیان بللي ود.

وروسته له هغې چې د طالبانو له لورې د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د استاد فیض الله جلال د نیولو په اړه رپوټونه خپاره شول، د بشري حقونو زیات شمیر مدافعینو د هغه د خوشې کیدلو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو د اسیا د څانګې مشرې پاتریشیا ګاسمن هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې: «طالبانو هیڅکله انتقادونه او د بیان ازادي نده زغملې. هغه [استاد جلال] باید سمدستي خوشې شي.»

پدې ترڅ کې د بخښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې هم د ښاغلي جلال نیونه غندلې او په یو ټویټر یې لیکلي چې هغه د بیان د ازادۍ د حق نه د استفادې او په یوه تلویزیوني خپرونه کې په طالبانو باندې د انتقاد په دلیل نیول شوی دی.

دې سازمان د طالبانو له مقاماتو غوښتي چې له شرط او قید پرته ښاغلی جلال سمدستي خوشې کړي.

د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال چې د اوږدې مودې راهیسې د رسنیو سره د سیاسي شنونکي په توګه مرکې او خبرې کوي د لړم په میاشت کې یې د کابل په یو خصوصي تلویزیون کې د طالبانو د یو ویاند سره په بحث کې لفظي شخړه وکړه او پر طالبانو یې سختې نیوکې وکړې.

ددغه بحث ځینې برخو په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه پارولي وو.