عبدالله: د افغان ځواکونو لیکو ته پر جلب او جذب کار کیږي

د افغانستان د امنیت شورا پریکړه کړې چې په روان ژمي کې د امنیتي ځواکونو لیکو ته تازه سرتیري جذب شي

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، دوامدرې جګړې او د افغان ځواکونو تلفاتو ته په کتو د ژمي په موسم کې د تازه سرتیرو پر جلب او جذب کار کیږي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته وویل، چې د افغان ځواکونو تلفاتو ته په کتو د ژمي په موسم کې د جلب او جذب مسلې ته زیات پام وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل، د امنیت شورا د پریکړې له مخې د افغانستان امنیتي سکتور ته لارښوونه شوې، چې په روان ژمي کې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د جلب او جذب پر پروسې زیات تمرکز وکړي.

اجرائیه رئیس وویل "داومدارې جګړې او تلفاتو ته په کتو، په دې برخه کې د امنیتي چارواکو ځانګړې پاملرنه ډیره مهمه ده".

افغان حکومت په داسې حال کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته پر جلب او جذب ټینګار کوي، چې روان عیسوي کال کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه په بیسارې توګه لوړه شوې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار رپوټ له مخې، د ۲۰۱۶ کال په لسو میاشتو کې ۵۵۲۳ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په وسله والو نښتو او چاودونو کې وژل شوي او دغه راز شاوخوا ۹۶۶۵ نور ټپیان شوي دي.

د ناټو د اټکل له مخې دا مهال د افغان ځواکونو مجموعي شمیره ۳۵۵ زرو ته رسیږي، چې ۱۷۳ زره یې د اردو، ۱۵۴ زره د پولیسو او ۲۸ زره نور یې د سیمه ایزو پولیسو په لیکو کې فعالیت کوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې په سږني ژمي کې د ملي اردو لیکو ته له لس زرو زیاتو تازه سرتیرو د جلب او جذب پلان لري.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، هره ورځ تر ۵ سوه ځوانان د دفاع وزارت د جلب او جذب مرکزونه ته د آزموینې لپاره مراجعه کوي.

جنرال رادمنش وویل "د جلب او جذب مرکزونو ته امر شوی چې جلب او جذب ته قوت ورکړي او د خپل کار پروسیجر بدل کړي، هغه کسان چې غواړي د ملي اردو په لیکو کې جذب شي د هغوی اسناد په سمه توګه طی مراحل کړي. هڅه کیږي چې خلک په آسانه توګه د جلب او جذب مرکزونو ته لاسرسی ولري".

محمد رادمنش زیاته کړه، چې دا مهال د ملي اردو په روزنیزو مرکزونو کې له اوه زرو څخه زیات بریدملان، افسران او سرتیري تر روزنې لاندې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند پر وینا دغه وزارت د ملي اردو لیکو ته د جلب او جذب لپاره د رسنیو او دیني عالمانو له خوا تبلیغاتي کمپاین هم کوي.