کروشیا د انگلستان نه سیمې فاینل وګاټه- د فرانسې سره به فاینل کوي

د کروشیا فوټبال لوبډلې د یوې ډیرې سختې مقابلې نه وروسته د انگلستان لوبډلې ته د ١ گول په مقابل کې په ٢ گولونو سره ماتې ورکړه او فاینل ته ووت.

د کروشیا د فوټبال لوبډله په تاریخ کې په لمړني ځل د نړیوال جام د سیالیو فاینل لوبې ته ووتله.

د کروشیا لوبډلې د انگلستان نه دغه سیالي په اضافي وخت کې وگټله او داسې د ارجنټاین نه وروسته دوهم ملک شو چې سیمې فاینل لوبه یې په اضافي وخت کې وگټله. د ارجنټاین لوبډلې په ١٩٩٠ کال کې سیمي فاینل په اضافي وخت کې گټلی و

د کروشیا لوبډلې د لوبې په لمړنۍ برخې کې ښه لوبه ونه کړه او د انگلستان لوبډلې پرې یو گول وکړ.

په دوهمې برخې کې بیا د کروشیا لوبډله ښه وځلیده او لوبه یې په ١-١ سره برابره کړه، دوهم گول یې بیا په اضافي وخت کې وکړ.

کروشیا به اوس د فرانسې سره فاینل لوبه د جولایي په ١٥ وکړي.