نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالره وړیا مرسته کوي

نړیوال بانک تر دې مخکې هم له افغانستان سره وړیا مرستې کړي دي

نړیوال بانک د افغانستان د مالي سکټور له ثبات او کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ په برخه کې له دغه هیواد سره ۱۰۰ میلیون ډالره مرسته کوي.

یاد بانک ویلي چې دغه وړیا مرسته د نړیوال بانک د مدیره پلاوي لخوا تصویب شوې ده.

د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ (تلې اوومه) د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې دغه وړیا مالي مرسته د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا چې له بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د مرستو یوه برخه ده، چمتو شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې دغه پیسې به "د افغانستان د مالي سیستم د پیاوړتیا پروژې" له لارې د افغانستان بانک د ظرفیت لوړونې او د مالي مقررارتو په تطبیق کې د دې بانک څارونکی رول پياوړي کولو او د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې ولګول شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس، هینري‌ کرالي ویلي: "په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د کوویډ-۱۹ ویروس د منفي‌ اغېزو څخه غواړي ځان وباسي، د دې هېواد د مالي سکتور پياوړتیا د دغه بهیر په چټکتیا کې مهمه ونډه لوبولۍ شي. دا نوې مالي مرسته به د مالي سکتور د ثبات د ساتنې او تقویت له پاره د افغانستان بانک ظرفیت لوړ کړي او همدا رنګه به له مالي بنسټونو او بانکونو څخه ملاتړ وکړي‌ څو له خصوصي تشبثاتو سره په تیره بیا هغه شمېر شرکتونو ته د پورونو په ورکولو کې مرسته وکړي چې د ښځو لخوا یې مشري او یا چارې پر مخ وړل کېږي".

نړیوال بانک تر دې مخکې هم له افغانستان سره وړیا مرستې کړې دي.