نړیوال بانک له افغانستان سره ۹۷،۵۰ میلیون ډالره مرسته کوي

د واورو او بارانونو دکمیدو له امله له خلکو سره د وچکالۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوی دي

نړیوال بانک د وچکالۍ او کرونا ویروس د اغېزو را کمولو په هدف له افغانستان سره ۹۷،۵۰ میلیون ډالره وړیا مرسته کوي.

نړیوال بانک د فبروري ۱۶( سلواغې ۲۸) ویلي چې یاده مرسته د دغه بانک د اجرائیوي بورډ لخوا منظور شوې ده: ‌"له دې مالي مرستې څخه به د وچکالۍ د خبرداري او ځواب ورکونې سیستم په جوړولو کې هم ګټه واخیستل شي."

نړیوال بانک زیاتوي چې په دغه مرستې سره به د افغانستان په ۷۸ ولسوالیو کې ۲،۲ میلیونو وچکالۍ او د لوږې ځپلو افغانانو ته نقدې مرستې او د کار په بدل کې پیسې ورکړي او په وینا یې په دې پروژې سره به د مستحقو کورنیو د تقویې لپاره هغوی ته منظمې مالي مرستې برابرې شي.

په راپور کې ویل شوي چې دې سره به افغان حکومت د دې توان پیدا کړي چې د هوا د حالاتو، اوبو او اقلیم په اړه مهم معلوماتي خدمات وړاندې او خلک به وار له مخې له طبیعي پېښو خبر کړي چې په مټ سره به یې په کلیوالي کچه د ناورینونو په وړاندې چمتووالی پیاوړی کړي.

په راپور کې په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هېنري کرالي له قوله ویل شوي: "دا نوې مالي مرسته به افغان دولت ته د دې وړتيا ورکړي چې د وچکالۍ اغېزې چې میلیونونه افغانان يې بېځايه او بېوزلۍ ته ورټېله کړي، راکمې کړي. له افغانو کلیوالي کورنيو سره د دې پروژې په مرسته به په ټول هیواد کې د بېوزلۍ کچه راټيټه او اقتصادي وضعيت بېرته ورغول شي."

یاد بانک پخپل راپور کې ویلي چې افغانستان د سختو او تکرارېدونکو وچکاليو تر ګواښ لاندی دی چې په وینا یې پدې هېواد کې اقتصادي وده او ثبات ټکنی کوي.

سرچینه وايي چې طبيعي ناورینونه د کليوالي افغانانو د بېځايه کېدنې، بېوزلۍ او لوږې سبب شوي چې د کوويډ-۱۹ خپرېدو دا حالت نور هم خراب کړی.

د نړيوالې پراختيا ادارې دا وړيا مرسته د افغانستان د بيارغونې صندوق له ۱۱۵ میلیونه ډالرو، د نړيوال ګواښ د تمويل صندوق له ۸ میلیونه ډالرو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د آسيا د انعطاف د څو اړخيز وجهی صندوق له ۲ میلیونه ډالرو وړيا مرستې سره يوځای لګول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې روان ژمی په افغانستان کې د واوري او بارانونو ځنډېدو له امله له خلکو سره د وچکالۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوی دي.

افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی چې د اوبو زیرمو لویه سرچینه او تکیه یې پر واورو او بارانونو ده.