په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر نږدې ۵ میلیونه شو

په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر د چهارشنبې د ورځې مۍ ۲۰ (غوایي ۳۱) تر سهاره څه دپاسه ۴.۹۹ میلیونو ته ورسید او نژدې ۳۲۴ زره نور کسان بيا ددې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د چهارشنبې تر سهاره په امریکا کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر شاوخوا یو میلیون او ۵۲۹ زرو تنو ته رسیدلی او څه دپاسه ۹۲ زره کسان ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.

روسیه د ۳۰۹ زره پیښو په ثبت کولو سره د امریکا وروسته د کروناویروس تر ټولو زیاتې پیښې لري. د کووید۱۹ ناروغۍ په وجه پدې هیواد کې د مړینو شمیر د چهارشنبې تر سهاره ۲۹۷۲ تنو ته رسیدلی دی.

خو د کروناویروس د مړینو له درکه بریتانیا د امریکا وروسته دوهم هيواد دی. د چهارشنبې تر سهاره په بریتانیا کې ۳۵۴۲۲ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي دي.

له امریکا او روسیې وروسته په ترتیب سره په برازیل، بریتانیا، اسپانیا، ایټالیا، فرانسه، جرمني، ترکیه، ایران او هند کې تر نورو هيوادونو زیاتې د کروناویروس پیښې ثبت شوې دي.

په چین کې چې د کروناویروس ددې هیواد د ووهان ښار نه نړۍ ته خپور شو په دغه ویروس باندې د اخته کسانو شمیر ۸۴۰۶۴ تنه او پدې وجه د مړه شویو کسانو شمیر ۴۶۳۸ تنه ښودل شوی دی.

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت تر اوسه پدې هیواد کې د کرونا د ۸۱۴۵ مثبتو پیښو خبر ورکړی دی او وايي چې تر اوسه ۱۸۷ کسان ددې ویروس په وجه مړه شوي او ۹۳۰ تنه ناروغان ښه شوي دي.

په نړۍ کې د څه کم پنځه میلیونه کسانو له جملې نه چې په کروناویروس اخته شوي تر اوسه ۱.۸ میلون کسان بیرته روغ شوي دي.

سره له دې چې د غربي اروپا هیوادونه او امریکا په نړۍ کې د کروناویروس زیاتې پیښې لري، اوس هڅه کوي چې ددې ویروس د مخنیوي په خاطر لګیدلي محدودیتونه بیرته ورو ورو لرې کړي او اقتصادي فعالیتونه بيا پیل کاندي.