د فوتبال نړیوال جام په اروپا کې پاته شو

د بلجیم ټیم د لوبو د ګټلو د خوښۍ د لمانځلو پر وخت

په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام د جمعې د ورځې په سیالیو کې د برازیل او یوروګوای د ټیمونو په حذف کیدو سره جام لږ تر لږه څلور کاله نور هم په اروپا کې پاته شو.

د جمعې په ورځ (جولای ۶) فرانسې دوه د صفر په مقابل کې یوروګوای ته او بلجیم دوه د یو په مقابل کې برازیل ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووتل. بلخوا سبا ته ټول پاتې څلور ټیمونه یعنی انګلیستان، روسیه، کروواشیا او سویډن اروپایي دي، نو د جام ګټونکی ټیم به هرو مرو اروپایي وي.

د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې د کوارټر فاینل په لومړۍ لوبه کې وکړای شول یوروګوای ته صفر د دوو په وړاندې ماته ورکړي او سیمي فاینل ته لار پيدا کړي.

د لوبي لومړی ګول د فرانسې د دفاع د کرښې لوبغاړي رافایل واران د لوبې په ۴۰ دقیقه کې د سر په واسطه وواهه او د سیالې لوبډلې ګول کیپر یې په نیولو قادر نشو.

خو د لوبي دویم ګول بیا د فرانسې د برید د کرښي لوبغاړي ګرزمن له شاوخوا ۲۵ متره واټن څخه په یوه ښکلي شوټ سره وواهه. که څه هم ددې شوټ د نیولو امکان وو خو توپ د ګول کیپر له لاسونو والوت او ګول ته ننوت.

د فرانسې او یوروگوای د ټیمونو د مهاجم او مدافع مقابله

د فوټبال د مبصرینو په وینا، د یوروګوای د برید د کرښې لوبغاړو ونکړای شول د فرانسې د دفاع د کرښي لوبغاړي له ستونزو سره مخ کړي.

ددې لوبډلي لوبغاړو یوازې دوه ځله وکړای شول د فرانسې د ګول په لور پیاوړي شوټونه وکړي چې هغه هم د ګول کیپر له خوا ونیول شول.

په دې لوبه کې د یوروګوای د تر ټولو غوره ستوري د ادن کاواني له شتون له ورایه ښکاریده. د هغه پښه له پرتګال سره په تیره لوبه کې ژوبله شوه او نن یې ونکړای شول په دې حساسسه لوبه کې د خپلې لوبډلي ملتیا وکړي.

د روسیې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال په نړیوال جام کې د کریستیانو رونالدو او لیونل مسي په شان د نړۍ د سترو لوبغاړو د لوبډلو تر حذفیدو وروسته اوس د بارسلونا لوبډلي د بریدګر لوبغاړي لیوس سوارز لوبډله هم له نړیوال جام څخه ووته.

د یوروگوای او بارسلونا د مخکښ لوبغاړي پاته راتلل

فرانسه به په سیمي فاینل کې د لجیم سره مخ شي.

د برازیل او بلجیم ترمنځ لوبه کې که څهم چې برازیل زیات شوتونه وکړل، خو هدف ته ونه رسیدل، برعکس بلجیم وکړای شول چې د برازیل پر ګول باندې د اتو شوتونو څخه دوه ګول کړي او لوبه وګټي.

د برازیل مشهور لوبغاړي نیمار هم ونه شو کړای چې نن بیساری وځلیږي. اوس نو په جام کې نه د لاتینې امریکا او نه هم کوم اسیایي ټیم پاته دی چې د فوټبال د مبصرینو په وینا جام لکه د اروپایي ملتونو د جام بڼه غوره کړې ده.

د روسیې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال په نړیوال جام کې له توقعاتو خلاف پایلې ترلاسه شوې او د ارجنټاین او جرمني په شان یو شمیر پیاوړې لوبډلې په هماغه لومړیو کې له سیالیو بهر شوې.