د اکتوبر ۱۶مه د خوړو د نړیوالې ورځې سره هم مهاله د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
اقتصادي شنونکي په افغانستان کې وضعیت تر هغه ډیر ناوړه یادوي چې په رسنیو کې بیانیږي. په کابل او نورو ښارونو کې له بې وزلۍ سره مخامخ افغانان د خوراکي توکو له لوړو بیو او بې روزګارۍ څخه شکایت کوي.
د کابل اوسېدونکی امان الله وايي: "نرخونه ورځ په ورځ لوړیږي، سهار یوه بیه او ماښام بله بیه وي. هر دکاندار ځان ته نرخ لري. د هر دکاندار نه چې پوښتنه کوو ښاروالي یو نرخ ورکوي او د توکو بیه بله وي."
د کابل بل اوسېدونکی نیازمحمد هم له بې روزګارۍ شکیت کوي او وايي: "پیسې نشته، کاروبار نشته نو مسکین به خوراکي توکي په څه واخلي؟ نه کار شته نه روزګار او مسکین خراب دی."
دا مطلب هم ولولئ د طالبانو درې کلنه واکمني؛ پراخېدونکي اقتصادي بحران افغانان اغېزمن کړي
د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي په ښار کې بیې کنټرولي او د سرغړوونکو پلورنځي او کاروبارونه مهرولاک کوي.
د کابل د اتمې ناحیې مسئول روح الله عثماني وویل: "موږ د نرخونو د کنترول لپاره یو مدیریت لرو چې همکاران له سهاره تر ماښام پورې له دکانونو لیدنه کوي او هغه کسان چې د ټاکلې نرخنامې څخه سرغړونه کوي، دکانونه یې د دریو ورځو لپاره مهر لاک کیږي."
خو د ښار اوسېدونکي د چارواکو دغو فعالیتونو ته د شک په سترګه ګوري او وايي د بیو په کنترولولو باندې ندې بریالي شوي.
اقتصادي شنونکي د خوراکي توکو د لوړو بیو پړه د افغانستان مرکزې بانک پر پالیسو اچوي. د اقتصادي چارو شنونکی سیلاب سمندر وايي چې که مرکزي بانک د اسعارو د تبادلې په برخه کې مسلکي چلند وکړي، په بازار کې د توکو بیې ورسره کنترولیږي.
سمندر امریکا غږ ته وویل: "دا چې اوس افغانۍ لوړ او ډالر کښته، خو بیا هم نرخونه ټیټ ندي، دا د مرکزي بانک د غلطو پالیسیو پایله ده، که د افغان لوړېدل په معیارې ډول په نظر کې نیول شوې وای، بیا نو په خپله د توکو بیه کمېدل او کنترول ته یې هم اړتیا نه وه."
مرستندویې ادارې وايي، په افغانستان کې د طبیعي پیښو تر څنګ، بې روزګارۍ او لوړو بیو خوراکې توکو ته د خلکو لاسرسی ډېر سخت کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور په اساس، په ۲۰۲۴ کال کې مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر ۲۷.۳ ته رسېدلی دی. په ۲۰۲۱ کې دا شمېر ۱۸.۴ میلیون و.