​امارات تر ټولو خوشحاله، یمن ناخوشحاله مسلمان هیواد دی

عربي متحده امارات تر ټولو خوشحاله او یمن تر ټولو ناخوشحاله مسلمان هیوادونه دي.​

په ٢٠١٨ کال کې د نړۍ د خوشحاله هیوادونو او د ناخوشحاله هیوادونو رپوټ خپور شو. رپوټ ښیي چې عربي متحده امارات تر ټولو خوشحاله او یمن تر ټولو ناخوشحاله مسلمان هیوادونه دي.​

په دې رپوټ کې ١٥٦ هیوادونه د خوشحالې د کچې او ١١٧ نور هیوادونه بیا په هغوی کې د اوسیدونکو مهاجرینو د خوشحالۍ د کچې په بنسټ ارزول شوي دي.

د سږکال د رپوټ عمده پاملرنه له یوې خوا د هیوادونو د خوشحالۍ همیشنۍ درجه بندۍ ته شوې او له بلې خوا د نړۍ په گوټ گوټ کې د مهاجرت په وجه د خوشحالۍ د کچې بدلونونو ته وقف شوې ده.

ددې رپوټ اساس د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ٢٠١٥ نه تر ٢٠١٧ پورې د گالپ پر نظر پوښتنو ولاړ دی چې دواړه هم ثبات او هم بدلونونه په ډاگه کوي.

فنلاند د خوشحاله هیوادونو په سر کې ځای نیولی، خو په لومړیو لسو هیوادونو کې بیا هم هماغه هیوادونه شامل دي چې په تیرو دوو کلونو کې یې د لست په سر کې ځای درلود.

د یو خوشحاله هیواد د ټاکلو په معیارونو کې د یو هیواد ښه ژوند، لوړ عاید، لوړ روغتیایي خدمات، ټولنیز ملاتړ، ازادي، اعتماد او سخاوت شامل دي. د مخکښو هیوادونو ترمنځ توپیر خورا ډیر کم دی او همدا وجه ده چې هر کال کله یو او کله بل هیواد د لست په سر کې ځای نیسي.

په لسو تر ټولو خوشحاله هیوادونو کې فنلند، ناروی، ډنمارک، ایسلند، سویس، هالند، کاناډا، نیوزیلاند، سویډن او استرالیا شامل دي. د امریکا متحده ایالات په ١٨ درجه کې راغلي دي.

افغانستان ١۴٥ درجه خپله کړې ده، گاونډي هیوادونه یې هر یو ایران ١٠٦، پاکستان ٧٥، ازبکستان ۴۴، ترکمنستان ٦٨ او تاجکستان ٨٠ شوي دي.