د روغتیا نړیوال سازمان: زلزلې په ترکیه او سوریه کې کابو ۲۶ میلیونه کسان متاثره کړي

ترکیه کې د زلزلې له امله ویجاړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان د شنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) وویل مرګونې او ویجاړونکې زلزلې په ترکیه او سوریه کې کابو ۲۶ میلیونه کسان متاثره کړي دي.

دې سازمان همدارنګه زیاته کړې چې د دوو زلزلو او پس لرزو له امله چې تیره دوشنبې وشوې په لسګونه روغتونونه هم زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان څرګنده کړې د هغو کسانو شمیر چې په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله مړه شوي اوس څه باندې ۲۵ زره کسانو ته رسیدلی. دغه سازمان د ۴۲.۸ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې څو ټپیانو ته عاجلې صحې مرستې برابرې شي.

یاد سازمان تر دې مخکې له زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف له خپل بیړني صندوق څخه ۱۶ میلیونه ډالره اخیستي وو څو صحي مرستې چمتو کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان څرګنده کړې، د دوشنبې زلزلې ۱۵ میلیون کسان په ترکیه او ۱۱ میلیونه په جګړه ځپلي سوریه کې متاثره شوي دي.

یاد سازمان ویلي په دې منځ کې څه باندې پنځه میلیونه کسان چې ۳۵۰ زره د پاخه عمر او ۱.۴ میلیونه ماشومان دي ډیرو او خاصو مرستو ته ضرورت لري. د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې په ترکیه کې څه باندې څلور زره ودانۍ ویجاړې شوي چې په دې منځ کې ۱۵ روغتونونو قسما زیان لیدلی دی.

د راپورونو له مخې په سوریه کې هم د وروستۍ زلزله له امله چې صحي سیستم یې د ۱۲ کلنې جګړې له امله له منځه تللی، کابو ۲۰ روغتونونه زیانمن شوي‌ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په قسمي او یا هم کلي ډول د روغتونونو زیانمنیدو په یادو هیوادونو کې د زرګونو کسانو لپاره د صحي خدماتو وړاندې کیدل، ستونزمن کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان څرګنده کړې چې تر اوسه ۳۷ ټنه طبي تجهیزات ترکیې ته او ۳۵ ټنه سوریه ته برابر شوي دي.

ترکیه په خاص ډول د ترکیې او سوریې د ګډې پولې سیمه په نړۍ کې د زلزلې یوه فعاله سیمه ده. دا د ۱۹۳۹ کال له زلزلې راوروسته مرګژونې زلزله وه، په هغه زلزله کې کابو ۳۳ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

ترکیه په ۱۹۹۹ کال کې هم د ریکټر په کچه د ۷.۴ درجې زلزلې شاهده وه چې پکې ۱۷ زره کسان وژل شوي وو.

د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشتې په لومړیو کې هم په ترکیه کې زلزله وشوه چې له امله یې ۱۱۶ کسان ووژل شول او څه باندې ۱۰۰۰ نور ټپیان شول.