د نړي یو شمیر مشرانو دوشنبه جنوري ۲۰ ( سلواغې لومړۍ) ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د ۴۷ م جمهور رئيس په توګه د وفادارۍ لوړې کولو وروسته مبارکۍ ورکړي.
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیز زیلینسکي چې د همدې روانې میاشتې په سر کې یې ویلي و چې "قوي" جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ کولی شي د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره روسیه د سولې خبرو ته حاضره کړي، د مبارکۍ ورکولو تر څنګ یې ویلي چې ټرمپ "تل قاطع" دی.
ښاغلي زیلینسکي همدارنګه ویلي چې د ټرمپ جمهور رئیس کیدل یو فرصت دی چې په اوکراین کې اوږدمهاله او عادلانه سوله راولي.
ټرمپ تر جمهور رئیس کیدو وړاندې څو ځله پرته لدې چې جزیات ورکړي، ویلي و چې د اوکراین – روسیې جګړې به په یوې ورځې کې ختمه کړي خو تازه د ښاغي ټرمپ سلاکارانو ویلي چې د دې شخړې حل کول ښایي میاشتې او ان تر دې زیاته موده ونیسي.
ډونالډ ټرمپ د روسیې د جمهور رئیس ولادمیرو پوتین په هکله وویل، هغه ( ولادمیر پوتین) باید جوړجاړی وکړي. زه فکر کوم د موافقې په نه کولو سره هغه روسیه تبا کوي. زه فکر کوم چې روسیه به په غټ مشکل کې وي".
سره لدې چې ټرمپ تر دې وړاندې څو ځله د اوکراین په مشر انتقادونه کړي خو د واشنګټن پر وخت دوشنبې ناوخته یې په سپینې ماڼۍ کې د اجرائیوي فرمانونو لاسلیک کولو پر مهال وویل چې زیلینسکي د جګړې پای ته رسولو لپاره موافقه غواړي.
په عین حال کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو، ډونالډ ټرمپ ته د مبارکۍ ورکولو سربیره ویلي چې د ګډ کار کولو له کبله به د متحده ایالاتو او اسرائیل ائتلاف لا پورته شي.
د اسرائیل مشر ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي، " زه تاسو سره کار کولو ته سترګې په لار یم چې پاتې برمته شوي راستانه کړو، د حماس نظامي وړتیاوې له منځه یوسو او په غزې کې یې سیاسي واکمني پای ته ورسوو تر څو ډاډ ورکړل شي چې د غزې څخه هیڅکله اسرائیل ته ګواښ پیښ نشي".
د ناټو عمومي منشي مارک روته، د اروپایي کمیسیون مشرې ارسولا وان دیر لیان او په اروپا کې د متحده ایالاتو نږدې متحدینو د جرمني، ایټالیا او بریتانیې مشرانو هم ټرمپ ته مبارکیانې ورکړي.
د بریتانیې صدراعظم کییر سټارمر د دواړو هیوادونو اوږدو اړیکو ته په اشارې سره ویلي چې د ټرمپ په راتګ سره به دا "د پیړیو د همکارۍ، ګډ کار کولو او تل پاتې شراکت" اړیکې دوام ولري او ژورې به شي.
د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني چې د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې یې ګډون کړی و لیکلي چې د دواړو هیوادونو ملګرتیا او ارزښتونه به ادامه ولري.
لا معلومه نده چې ټرمپ به د نړیوالې ټولنې سره څه ډول اړیکې ولري خو سپینې ماڼۍ ته تر تګ وړاندې یې یو لړ اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل چې په یو فرمان کې یې د متحده ایالاتو حکومت ته امر کړی چې په یو اړخیزه توګه د پاریس اقلیم تاریخي تړون څخه ووځي او پدې سره امریکا د خپلو نږدې متحدینو سره لار بیله کړه.