د ملګرو ملتونو غونډه کې د ګډون پر ځای د نړۍ د مشرانو ویناوي خپریږي

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مقر

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۲ (زمري ۱) پریکړه وکړه چې د کرناویروس د خپریدو د مخنیوي په وجه به سږکال د سپتمبر په میاشت کې د نړۍ مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مقر ته د تګ پر ځای د خپلو ویناو ویدیوګانې واستوي.

ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو پدغه کلنۍ غونډه کې د نړۍ مشران د یوې اونۍ په ترڅ کې ددې سازمان ۷۵ کلیزه ولمانځي، خو ددې سازمان عمومي رئیس انتونیو ګوتریش د مې په میاشت کې وړاندیز وکړ چې د نړۍ مشران دې د فزیکي حضور پر ځای خپلې ویدیویي ویناوی راواستوي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې ۱۹۳ غړو هیوادونو د چهارشنبې په ورځ پدغو ځانګړو مقرراتو موافقه وکړه.

ددې تصمیم له مخې د نړۍ د هیوادونو د مشرانو ویدیویي ویناوی به په ملګرو ملتونو کې د هر هیواد د استازو له خوا چې په فزیکي توګه په غونډه کې حضور لري، معرفي او خپرې شي.

په عنعنوي توګه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په سلګونو نور ملاقاتونه هم کیږي، خو د عمومي غونډې رئیس تیجاني محمد باندي، د نړۍ غړو هیوادونو ته یو لیک استولی او هغوی یې هڅولي چې ټولې نورې پیښې او مراسم دې په آنلاین شکل وکړي څو د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي.

سږکال د ملګرو ملتونو عمومي غونډه پداسې حال کې کیږي چې د چین د ووهان ښار څخه نړۍ ته خپور شوي کروناویروس د پنجشنبې د ورځې جولای ۲۳ تر سهار پورې په نړۍ ۱۵.۱ میلیون کسان اخته کړي او د تائید شویو مړو شمیر ۶۱۹۰۰۰ کسانو ته رسیدلی دی.

پداسې حال کې چې د ملګرو ملتونو کوربه هیواد د امریکا متحده ایالات په عمومي توګه د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هیوادونو مشرانو او ديپلوماتانو ته اجازه ورکوي چې راشي، خو دیپلوماتان وایي امریکا په منظمه توګه د ایران په څیر هیوادونو د پلاوي شمیر محدودوي.