د پېښور لاریون کوونکي: پاکستان کې دې پښتو ته د ملي ژبې ارزښت ورکړل شي

حيات روغانی، په پېښور کې د "مفکورې" په نوم د څېړنیز مرکز مشر

نن د فبرورۍ ۲۱مه (کب ۲) د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د خیبر پښتونخوا په پېښور کې یو شمېر لاریون کوونکو د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې پښتو ژبې ته دې د ملي ژبې په څېر ارزښت ورکول شي.

په پېښور کې د "مفکورې" په نوم د څېړنیز مرکز له خوا په تنظیم شوي لاریون کې ګڼ شمېر ټولنیزو او فرهنګي فعالانو او عامو خلکو برخه لرله.

د دغه مرکز مشر حيات روغانی وایي، لکه څنګه چې په پاکستان کې اردو ژبې ته وده ورکول کېږي، په خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زياتې ویل کیدونکي ژبې پښتو ته هم بايد پاملرنه وشي.

هغه وویل: "موږ د ټوپک خلک نه یو. موږ د سیاست او عدم تشدد خلک یو. موږ ورسره خبرې کوو. موږ وایو چې ریاست د مورنیو ژبو میرنۍ مور ده. ریاست دې ثابته کړي چې زه سکه یمه. موږ له نورو ژبو سره هیڅ تعصب نه کوو."

ښاغلی روغانی وايي، په خیبر پښتونخوا کې به د مورنۍ ژبې دپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او پدې لاره کې د هیڅ ډول هلوځلو درېغ نه کوي.

په پاکستان کې فرهنګي فعالان اندېښمن دي چې نه یوازې د اردو ژبې پرته نورو ژبو ته په کمه سترګه کتل کېږي، بلکې په ښوونځیو کې په مورنۍ ژبه لیک او لوست ته هم اجازه نه ورکول کېږي. په پېښور کې لاریون کوونکو د پاکستان له حکومته د مورنۍ ژبې د ساتنې او پالنې غوښتنه وکړه.

په ۱۹۹۹کال کې د ملګرو ملتونو د کلتوري او علمي ادارې (یونیسکو) په غوښتنه د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوه ترڅو د ژبني او کلتوري تنوع په اړه په خلکو کې پوهاوی لوړ شي.

ددې مناسبت اصلي انګېزه د بنګالیانو د هغه پاڅون څخه اخیستل شوې چې د خپلې ژبې د ساتنې لپاره یې جګړه وکړه او په ۱۹۷۱ کال له پاکستانه بېل شول.

د پاکستان د نورو سیمو په څیر په پیښور کې، په ښوونځیو او تعلیمي ادارو کې یوازې د اردو او انګلیسي ژبې ویلو او کارولو ته اجازه شته او که څوک له دې سرغړونه وکړي نو په ځینو ښونځیو کې جریمه کیږي.

د ملي جمهوري غورځنګ غړې جميله ګيلاني وايي، دا د پاکستان پاليسي ده چې په ښونځیو او اداراتو کې د نورو ژبو پر کارونې بنديز لګوي، څو مورنۍ ژبې له منځه ولاړې شي.

مېرمن ګیلاني امریکا غږ ته وویل: "دوی د مورنیو ژبو د ختمولو او ودې د مخنیوي کوښښ کوي او اجازه نه ورکوي چې په سکولونو کې یو ماشوم خپله مورنۍ ژبه ووايي."

دا مهال په ټوله نړۍ کې د ژوندیو ژبو شمېر ۷۱۰۶ ته رسېږي چې د څیړونکو له نظره ۱۵۰۰ ژبې د کارونې د کموالي له امله د ورکیدو په حال دي.