افغانستان او پاکستان د نړۍ کم اعتباره پاسپورټونه لري

افغانان ۲۴ هېوادونو ته له ویزو پرته سفر کولی شي

جرمني د نړۍ تر ټولو بااعتباره پاسپورټ لري چې پرې ۱۷۷ هیوادنو ته بیله ویزې سفر کیداې شي.

د نړۍ په ۱۰۴ هیوادونو کې د افغانستان پاسپورټ د سفر لپاره تر ټولو لږ اعتبار لري.‌د هنلي وبپاڼه چې د هوايي شرکتونو لخوا یې ملاتړ کیږي وايي د افغانستان په پاسپورټ یوازې ۲۴ هېوادونو ته له ویزې پرته پرې سفر کیداې شي.

بنګله دیش، سریلانکا، مالدیف، بروندي، کپ وردا، کوموروس، جیبوتي، د دومینیکن جمهوریت، ګیني بیساو، هایتي، مدګاسکر، مالي، موریتانیا، مکرونیشیا، موزمبیق، پالاو، روندا، ساموا، سیشل، سومالیا، ختیځ تیمور، توګو، تووالو او یوګندا هغه ۲۴ هېوادونه دي چې افغانان ورته له ویزو پرته سفر کولی شي.

البته ځینې هېوادونه یې داسې دي چې هوايي‌ ډګر ته له رسېدو ورسته ویزه ورکوي.

د نړۍ د تر ټولو بې اعتباره پاسپورټونو په نوملړ کې تر افغانستان دمخه د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه ځاې لري.

با اعتباره پاسپورټ

د هنلي د ۲۰۱۸ راپور وايي چې د جرمني‌ پاسپورت د نړۍ تر ټولو بااعتباره دی چې ورباندې ۱۷۷ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کیداې شي.

د متحدو ایالتونو، پرتګال، ایرلند او جنوبي کوریا پاسپورتونه په دغه نوملړ کې پنځم راغلي‌ دي. د دغو هېوادونو پاسپورت لروونکي ۱۷۳ هېوادونو ته له ویزو پرته سفر کولی شي.

په ۲۰۱۷ کال کې د آرتون کپیټل ټولنې د پاسپورتونو د درجه بندي په راپور کې د سنګاپور پاسپورت د نړۍ غوره پاسپورت پېژندل شوی و خو هغه مهال هم المان ادعا کړې وه چې پاسپورت یې د نړۍ معتبر پاسپورت دی.

د ډنمارک، فنلند، فرانسې، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویډن او بریتانیا پاسپورتونه د ۲۰۱۸ کال د پاسپورتونو په درجه بندۍ کې درېیم‌ دي.