د راډیو نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې ۸۷ راډیوګانې بندې شوي'

عکس(ارشیف)

د راډیو د نړیوالې ورځې سره هم مهاله د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه وايي په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو سره لږ تر لږ ۸۷ راډیوګانو خپل فعالیتونه بند کړي او د رسنیو زرګونه کار کوونکي بېکاره شوي دي.

د دغې ټولنې ویاند پرویز امین زاده نن یکشنبه فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۴) امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو مخکې ۳۰۰ راډیويي دستګاو فعالیت کاوه چې اوس مهال د ګڼو راډیوګانو فعالیتونه د مالي او ناڅرګند سیاسي وضعیت له امله بند شوي دي.

ښاغلي امین زاده زیاته کړه چې د افغانستان د ازادو ژورنالستانو انجمن د څېړنو په اساس د دغو غږیزو رسنیو په بندېدو سره ۳۱۲۳ کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې ۱۳۲۹ تنې یوازې مېرمنې دي.

د دغه انجمن د معلوماتو په اساس په وروستۍ میاشت کې ۲۳۱ انځوریزي، غږیزي او چاپي رسنۍ په ټول هیواد کې له فعالیت څخه لوېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه: "په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو تر رامنځته کېدو وروسته د راډیويي پروګرامونو د تولید، خپرولو او محتویاتو په څرنګوالي کې زیات تغیرات لیدل شوی دي،په اکثره ولایتونو کې د راډیو لپاره د ښځینه خبریالانو کمبود او حتی نشتوالی یې له جدي ستونزو څخه دي."

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو انجمن ګواښ کوي که د رسنیو اقتصادي ستونزو ته پاملرنه ونشي، په دغه هیواد کې به ګڼې غږیزي او انځوریزي رسنۍ بندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د راډیو د څپو له لارې لومړنی پیغام څه باندې ۱۲۰ کاله مخکې خپور شو.

تر دې مخکې د افغانستان د پخواني حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي وو په داسې حال کې چې انځوریزې او د انټرنټ له لارې ټولنیزې رسنۍ د ودې په حال کې دي، خو راډیو بیا هم په ښارونو او کلیو کې اورېدل کیږي.

په داسې حال کي چې په افغانستان کې د سواد کچه ټیټه ده اوپه دغه هیواد کې د ورځپاڼو فعالیت یوازې تر ښارونو پورې محدود دی، خو راډيو د ګڼو اورېدونکو لپاره د معلوماتو مهمه منبع بلل کیږي.

راډیو په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۹ کال کې د وخت د شاه غازي امان الله خان په وخت کې فعالیت پيل کړی او لومړۍ راډیو په دغه هیواد کې د راډیو کابل په نامه خپرونې پيل کړې.