اکثریت هېوادونه په سوریې کې سیاسي حل او د جګړې مخنیوی غواړي

په سوریې کې د اسد رژیم نسکور شو.

د نړۍ د مختلفو هېوادونو او نړیوالو ادارو مشرانو د بشارالاسد د حکومت نسکورېدو ته په غبرګون کې په سوریه کې د ثبات پر راوستلو،‌ د اقلیتونو پر خوندیتوب او د ګډوډیو د مخنیوي لپاره په سوله‌ییزه توګه د واک پر انتقال ټینګار کړی دی.

په سوریه کې یاغي وسله‌والو یکشنبه ډسمبر اتمه (لیندۍ ۲۸) د دمشق له نیولو وروسته له واک څخه د بشارالاسد د لېرې کولو اعلان وکړ.

د راپورونو له مخې بشارالاسد سهار وختي په هیلیکوپټر کې له دمشق څخه نامعلوم ځای ته تښتېدلی دی چې ورسره په سوریه کې له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته د هغه واکمني پای ته ورسېدله.

سپینې ماڼۍ یکشنبه ډسمبر اتم (لیندۍ ۲۸) په یو بیان کې په سوریه کې د یاغي وسله‌والو لخوا د بشارالاسد د حکومت نسکورېدو ته په غبرګون کې ویلي چې "ولسمشر بایډن او ټیم یې په سوریه کې غیر عادي پیښې له نږدې څاري او د سیمه ایزو شریکانو سره په دوامداره توګه په تماس کې دي."

ډونالډ ټرمپ

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې بشارالاسد له خپل هېواد څخه تښتېدلی دی او د ولادیمیر پوټین په مشرۍ روسیه نور د هغه د ساتنې لپاره لیوالتیا نلري.

ټرمپ زیاته کړې ده چې "روسیه له اوکراین سره د جنګ او خراب اقتصاد او ایران د اسرائيل او په جنګ کې یې د بریالیتوب له امله اوس په کمزوري حالت کې ده".

د ټرمپ له دغو څرګندونو څخه وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د شنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې د داعش د بیا ظهور مخنیوي د متحده ایالاتو په لومړیتوب کې دی او په دې اړه یې د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو او کردانو سره یو لړ ګډ اقدامات ترسره کړي دي.

همداشان د منځني ختیځ په چارو کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال ډانیال شپیرو ویلي چې امریکا به د سوریې په ختیځ کې خپل حضور ته دوام ورکړي او د داعش د بیا ظهور د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

روسیه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد په سوله‌ ییزه توګه د واک د انتقال د فرمان له صادرولو وروسته له خپلې څوکۍ ګوښه شوی او له هېواد څخه وتلی دی.

دغه وزارت د بشارالاسد د ځای په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې روسیې له سوریې څخه د هغه د وتلو په مذاکراتو کې ګډون نه دی کړی.

په بیان کې راغلي چې "په سوریه کې د روسیې نظامي هډې په تیارسئ حالت کې دي او تر اوسه له هېڅ ډول ګواښ سره مخامخ نه دي.

مسکو ویلي چې په سوریه کې له ټولو مخالفو ډلو سره په تماس کې دي او له ټولو اړخونو څخه یې غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

چین

چین د اسد د حکومت نسکورېدو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی په سوریه کې وروستي تحولات له نږدې څاري او هیله یې ښودلې چې ژر دغه هېواد بېرته خپل ثبات ترلاسه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې حکومت یې له یو شمېر هغو سوریايي وګړو سره چې غوښتل یې له خپل هېواد څخه ووځي مرسته کړې ده. چین په سوریه کې له ښکېلو خواو څخه غوښتي چې د خلکو او چینايي موسسو د امنیت د خوندیتوب لپاره د عملي اقداماتو ډاډ رامنځ ته کړي.

ملګري ملتونه

ملګرو ملتونو په سوریه کې د اسد د حکومت نسکورېدل یوه تاریخي شیبه او د تیاره څپرکي پای یاد کړی دی.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیرو پیډرسن په یوې اعلامیه کې له ټولو هغو کسانو سره د پیوستون اعلان کړی چې په سوریه کې د ۱۳ کلن کورني جنګ پرمهال وژل شوي، کورونه یې ویجاړ شوي او بندیان دي.

پیډرسن ویلي اوس د دې وخت رسېدلی چې بې‌ځایه شوي کډوال بېرته خپلو مینو ته ستانه شي او هغه کسان چې له کوم جرم پرته بندیان شوي و بېرته خوشې شي.

پیډرسن زیاته کړې: "نن ورځ موږ...د ټولو سوریایانو لپاره د سولې، پخلاینې، وقار او ګډون د یوه نوي پړاو د پرانیستلو په تمه یو."

هغه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې په سوریه کې د عدالت، ازادۍ او هوساینې لپاره د سوریې له خلکو سره مرستې وکړي ترځو د سوریې د هر جنګ ځپلي وګړي لپاره "د هیلو او فرصتونو نوی باب" پرانیستل شي.

فرانسه

فرانسې د اسد د حکومت د نسکورېدو هرکلی کړی دی او د سوریې له وګړو څخه یې غوښتي چې د هر ډول افراطیت په وړاندې ودرېږي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل: "د اسد وحشي حکومت نسکور شو،‌ زه د سوریې خلکو ته او د هغوی زړورتیا او زغم ته د درناوي مراتب وړاندې کوم."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د سیاسي واک سوله‌ییز انتقال او د سوریې د مخالفو ډلو ترمنځ پر سولې او یووالي باندې ټينګار کړی دی.

جرمني

جرمني په سوریه کې د اقلیتونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک وویل: "دا هېواد باید په هېڅ ډول د افراطي ډلو تر کنټرول لاندې رانشي".

هغې په سوریه کې د کردانو،‌ علویانو او مسیحیانو په ګډون د ټولو مذهبي او نژادي اقلیتونو پر بشپړ خوندیتوب او سیاسي ګډون باندې ټینکار وکړ.

ایران

ایران چې د بشارالاسد د حکومت یو له عمده متحدینو څخه دی په سوریه کې د روان کړکېچ د حل لپاره یې پر سیاسي مذاکراتو ټینګار کړی.

د ایران حکومتي تلویزیون راپور ورکړی چې په دمشق کې د ایران پر سفارت باندې د "ناپېژنده وسله‌والو" له برید وړاندې ایراني دیپلوماتان له سفارت څخه وتلي و.

له دمشق څخه د ایراني دیپلوماتانو له وتلو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سوریې د حکومت او مخالفو وسله‌والو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو غوښتنه وکړه.

ترکیه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې په سوریه کې له ۱۳ کلن کورني جنګ وروسته د بشارالاسد حکومت نسکور شو. هغه زیاته کړه چې اوس په سوریه کې واکمني د بدلېدو په حال کې ده او د بشارالاسد د اوسېدو د ځای په اړه یې وویل چې ښايي هغه له سوریې څخه بهر وتلی وي.

بریتانیا

بریتانیا په سوریې کې د ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره پر سیاسي حل لارې تینګار کړی دی. د بریتانیا د صدراعظم مرستیالې انجلا راینز سکای نیوز ته وویل چې که څه هم اسد د سوریې د خلکو لپاره وړ مشر نه و خو بریتانیا په سیمه کې ثبات ته اړتیا لري.

راینز زیاته کړه: "ترهګرۍ او دیکتاتورۍ د سوریې د خلکو لپاره چې له وړاندې په ستونزو کې و لا زیاتې ستونزې پیدا کړې او له همدې امله موږ باید یوه سیاسي حل لاره ولرو چې په هغې کې حکومت د سوریې د خلکو په خوښه عمل وکړي."

افغان طالبان

په افغانستان کې د طالبانو حکومت، چې نړیوال یې په رسمیت نه پېژني، هیله کړې ده چې په سوریې کې د سوریې د خلکو د هیلو سره سم واک انتقال شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، په سوریې یې کې د واک انتقال د یو خپلواک «اسلامي حکومت» جوړېدو ته لاره هواره کړي،‌ چې د یوالي سبب شي.