په کابل کې په زده کوونکو باندې چاودنو ته نړیوال غبرګونونه  

تصویر: د ننیو چاودنو نه دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې، یوناما، افغان سیاستوالو، د مقاومت جبهې او ځینو نورو په کابل کې د ښوونځي په زده کوونکو بمي چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي.

نن سه شنبه اپریل ۱۹ (وري۳۰) د کابل په ښار کې د «عبدالرحیم شهید» لېسې په زد کوونکو باندې لږ تر لږه درې چاودنې وشوې.‌

د طالبانو د حکومت د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې په دغو بېلابېلو چاودنو کې «د لومړنیو معلوماتو له مخې زموږ ۶ تنه هيوادوال په شهادت رسیدلي» او څه باندې ۱۰ نور ژوبل دي. ویل کېږي چې د ځينو وضعیت ښه نه دی. اکثریت قربانیان زده کوونکي دي.

نړیوال غبرګونونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې امریکا نه یوازې دا برید غندي بلکې عدالت ته یې د عاملینو د راکاږلو غوښتنه کوي.

ښاغلي پرایس وویل:" ټول افغان ماشومان ددې مستحق دي چې خپل درسونه په آرام فکر او له ویروې او تاوتریخوالو پرته پرمخ بوزي."

د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یا یونیسف اجرایوي مشرې کاترین روسل هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې برید کې د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلې ده او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې.

میرمن روسل ویلي:"پر ماشومانو او تعلیمي بنسټونو بریدونه د بشري حقونو څخه جدي سرغړونه شمیرل کیږي. مکاتب د زده کړې تر مکانونو ډیر څه دي هغوی باید د خوندیتوب او سولې ځایونه ووسي."

یونیسف په خپله اعلامیه کې دا برید غندلی دی او له ټولو اړخونو یې په ټینګه غوښتنه کړې چې تل د ماشومانو خوندیتوب ته پام وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې مرستیال رامز الاکبروف په یوې اعلامیې کې ویلي دي: « په افغانستان کې د ټولې بشري ټولنې په استازیتوب، د وژل شویو او زیانمنو شویو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم. په ښوونځیو او ښوونځیو ته ورڅېرمه سیمو کې خشونت هېڅ د منلو نه دی. د افغانستان د خلکو لپاره چې څلوېښت کلنې جګړې ځپلي‌ دي، ښوونځي او هغه ځایونه، چې ماشومان په کې تعلیم او وده کوي،‌ باید مصئون ځایونه وي.»

د ملګرو ملتونو په اعلامی کې ویل شوي دي چې د نړیوال بشري قانون په اساس په ولسي خلکو او ولسي تاسیساتو باندې بریدونه په کلکه منع دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبورا لاینز هم د دغه برید د کلکې غندنې تر څنګ «په ښوونځیو او ماشومانو باندې د برید د جرم د عاملینو» محاکمه غوښتې ده. یوناما په خپل ټویټر کې په خپرې شوې اعلامیې کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله هم دا بریدونه غندلي دي. دوی دواړو په خپلو فیسبوک پاڼو کې دا د ترهګرو او تعلیم د دښمنانو کار بللی دی.

په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جنګېدونکې ډلې «مقاومت جبهې» هم دا برید غندلی. د دغې ډلې ویاند صبغت الله احمدي په خپل ټویټر کې په دې اړه اعلامیه خپره کړې او لیکلي دي: «موږ د طالبانو متحجره ډله چې د تعلیم دښمن او د سیمې او نړۍ د خطرناکو ترهګرو کوربه ده، د دغه ډول بریدونو مستقیم مسئول ګڼو.» دغې ډلې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دا ډول چاودنو په اړه پلټنې وکړي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی محسن داوړ، چې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو یو مبارز بلل کېږي،‌ هم دا برید غندلی او ویلي دي چې نړۍ نشي کولای افغانستان هېر کړي.

تر اوسه د دغو چاودنو مسولیت،‌ چې اکثریت قربانیان یې هزاره افغانان دي، کومې ډلې یا شخص نه دی منلی.

تر دې مخکې هم په هزاره افغانانو یو لړ خونړي بریدونه شوي وو چې مسولیت یې د داعش-خراسان ډلې اخیستی و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي په افغانستان کې یې د داعش ډله ختمه کړې او په ټول افغانستان کې «امنیت تامین» دی.