نن د خوب نړیواله ورځ ده

د خوب نړیواله ټولنه وايي د خوب د نړیوالې ورځې په مناسبت هڅه کوي چې د انسان روغتیا ته د خوب د ارزښت په اړه پوهای لوړ کړي.

د مارچ ۱۴مه (کب ۲۴) د خوب د نړیوالې ورځې په توګه سږکال تر دې شعار لاندې نمانځل کیږي چې "د خوب روغتیا ته لومړیتوب ورکړئ."

د خوب نړیواله ورځ په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کې ونمانځل شوه او د هغه کال شعار دا وو چې "ښه خوب او په بشپړه توګه ویښ ژوند وکړئ."

دا ورځ هر کال د مارچ په میاشت کې د پسرلي له پیل وړاندې په وروستۍ جمعه نمانځل کیږي. د خوب د نړیوالې ورځې په مناسبت، فعالان هڅه کوي چې د انسانانو روغتیا ته د خوب د ارزښت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي.

ددې ورځې په مناسبت په نړیواله کچه غونډې او انلاین بحثونه کیږي. د خوب نړیواله ټولنه ددې ورځې د نمانځلو مخکښه ده. دا غیرانتفاعي ټولنه وايي چې د نړۍ له ۷۰ هېوادونو څخه ۵۰۰ غړي لري.

ددې ټولنې په وبسایټ کې ویل شوي: "دې مهمې ورځې نمانځنه نړیوال متخصصین، سازمانونه او فعالان سره یوځای کوي ترڅو په روغتیا او هوساینې کې د خوب د مهم رول په اړه پوهاوی لوړ کړي."

د خوب نړیوالې ورځې په اړه ددغې ټولنې په اعلامیه کې پر روغتیاپالانو غږ شوی چې په خپلو ټولنو کې د خوب د ارزښت په اړه د پوهاي د کچې د لوړولو لپاره بحثونه وکړي او معلومات خپاره کړي.

دا مطلب هم ولولئ څنګه ځان خوشحاله ساتلی شو؟ هغه عادتونه چې باید په ورځني ژوند کې شامل شي 

د خوب د نړیوالې ورځې نمانځنه د طبي ټولنې د فعالانو او په ځانګړي ډول د هغو روغتیاپالانو لخوا پیل شوه چې د خوب د درملو په برخه کې څېړنې کوي.

د خوب نړیواله ټولنه وايي: "د خوب د لومړۍ نړیوالې ورځې هدف دا و چې د خوب روغتیا د برخې متخصصین راټول کړي او په ټوله نړۍ کې د خوب په اړه معلومات راټول او خپاره کړي."

ددې ورځې د نمانځنې د تنظیم د چارو په مشرتابه کې د متحده ایالاتو او اروپايي هېوادونو ډاکټران شامل دي.

ولې د خوب نړیواله ورځ؟

د خوب نړیواله ټولنه وايي، د خوب متخصصین او روغتیايي څیړونکي د دې ناسم ذهنیت سره مخامخ وو چې خوب د انسانانو د روغتیا او هوساینې لپاره دومره مهم نه دی. له همدې کبله د خوب نړیوالې ټولنې ددې ورځې د نمانځلو بنسټ کیښود.

دا ټولنه وايي د خوب د درملو پورې اړوند د کلینیکي معلوماتو او ساینسي مطالعاتو ملاتړ او هڅونه کوي، او ددې ورځې په مناسبت، په ټوله نړۍ کې د خوب د ارزښت په اړه د پوهاوي کچې، په دې اړه څیړنو او ناروغانو پاملرنې ته وده ورکوي، په ځانګړې توګه د نړۍ په هغو برخو کې چیرې چې د خوب درمل لږ پرمختللي دي.

د خوب نړیواله ټولنه وايي: "موخه دا ده چې په ټوله نړۍ کې د خوب ریتمونو (په ۲۴ ساعتونو کې دوران)، د خوب روغتیا او د خوب د اختلالاتو په اړه پوهای لوړ شي، په ځانګړې توګه د نړۍ په هغو برخو کې چیرې چې دا پوهه په کافي اندازه پرمختللې نه ده."

دا ټولنه هیله لري چې د خوب نړیوالې ورځې نمانځنه او په دې تړاو هڅې به د ساینس پوهانو، روغتیا پالانو او عامو خلکو لپاره اړین کلینیکي او علمي معلومات ترویج کړي.