وړانگه لوڼۍ چې کله د پېښور په غونډې کې د گډون لپاره د بلوچستان نه پیښور ته راورسیدله نو پیښور کې د پښتون تحریک ملاتړ کونکو یې بیساری هرکلی وکړ.
د پښتون تحفظ تحریک غړې وړانگې لوڼۍ دغه هرکلی د هغې د وژل شوي ورور ارمان لوڼي سره د پښتنو د مینې او درناوې څرگندول وبلل.
وړانگی لونۍ د امریکاغږ سره په خبرو کې د پیښور غونډه چې د ارمان د قتل خلاف وشوه، کامیابه وبلله. هغې وویل
"څومره خلکو چې گډون وکړ دا د ارمان د نظریې خلک و. نن زه ډیره خوشحاله شوم چې د ارمان د ارمانونو پوره کولو لپاره ډیر خلک لا شته. ماته خلکو نن دا ډاډ راکړ چې هغوي به د ارمان لاره نه پریږدي."
هغې دا هم وویل چې د پیښور په غونډه کې د هغې د توقع نه زیاتو کسانو گډون وکړ چې په دی ډیره خوشحاله ده.
د وړانگې لوڼۍ د هرکلې عکسونه په ټولنیزو خپاره شول او دغه تبصرې وشوې چې "د پښتنو د حقونو لپاره په مبارزې کې هغې خپل ورور بایللی دی هو هغه به بی وروره نه شي".
کله چې وړانگه پیښور ته راغله نو د هغې هرکلې ته راغونډو شوو کسانو په هغې گلونه وشیندل.
You @WrrangaLunri2 is the bravest girl I have ever seen Your patience is the symbol of Pashtuns dignity and honor.#PeshawarLongMarch4ArmanLoni @kochaiAfghaan @a_baittani @gabeeno @voadeewa @Gulalai_Ismail @sanaejaz2 @jararpashteen @khanzamankakar pic.twitter.com/zCEaqH5fu5
— مامون شعور کاکړ (@mamoon_shawor) March 30, 2019
پخواني سناتور افراسیاب خټک ولیکل چې پښتانه نور بی پوښتنې نه دي. هغه وایي
د ارمان لوڼی شهید خور وړانګه لوڼی چه پخپله د پی ټی ایم یوه پیژندل شوی مخکښه ده ، نن په پیښور کښ ولیدل چه هم وروڼه لری هم خویندې او مشران لری او هم کشران . پښتون نور بې پوښتنې نه دې#PashtunLongMarch4Arman
— Afrasiab Khattak (@a_siab) March 31, 2019
وړانگې د پېښور په غونډې کې د گډون والو نه تشکري وکړله او ویې ویل چې د خلکو مینه او ملاتړ د هغوې مبارزې ته دوام او ژوند بخښي.