افغانستان به زر د نړیوال تجارتي سازمان غړی شي.

Warga lokal bernama Lida menangis di luar Gereja Noah's Ark di kota Krasnohorivka, sambil mengatakan, “Di Kyiv mereka jauh dari realita, mereka tidak paham bahwa perang datang ke kota ini." (VOA/Adam Bailes)


د افغانستان د سوداگرۍ او د صنایعو وزارت معین مزمل شینواری وایي چې د افغانستان حکومت د سوداگرۍ د نړیوالې ټولنې د غړیتوب دپاره یو لړ مقدماتي کارونه کړیدي.

مزمل شینواری وايي ځني نور اقدامات به په آینده یوې میاشتې کې وشي چې افغانستان ددې ټولنی غړی شي. مزمل شینواری وایی چې اوس دا ضروري ده چې هغه قوانین چې دوي په تیرو دریو کالونو کې ورباندی جوړ کړیدي هغه د قانونی مراحلو نه تیر شي .

د نړیوال تجارت دوه ډیر قوي غړي امریکا او د اروپا اِتحادیه غواړي چې افغانستان دا ذمه ووهي چې دغه قوانین په راتلونکي یو کال کې ټول تصویب شي، نو بیا به د مارچ په میاشت کې افغانستان د نړیوالې تجارتي ټولنې غړی شي.

مزمل شینواری وایي افغانستان بحري لاره نه لري او اکثرافغان سوداگر د کراچۍ او د عباس د بندرونو نه او همدا شان د مرکزي آسیا د هیوادونو له لارې تجارتي مالونه ملک ته واردوي. خو د ښاغلي مزمل د وینا له قراره افغانستان ته د ټولو نه لنډه لاره د کراچۍ بندر دی، اما پاکستان په دې وروستیو کلونو کې د کراچۍ د بندر له لارۍ افغانستان ته په تجارتي مالونو یو لړمحدودیتونه لگولي دي.

ښاغلی مزمل شینواری زیاتوي چې افغانستان چې د نړیوال تجارتي سازمان غړی شي پاکستان بیا نور د کراچې د بندر له لارې افغانستان ته په تجارت کی خنډونه نه شي اچولی.

نوموړی وایي ټاکل شویده چې پاکستان د فبرورې په میاشتې کې د هندوستان سره د سوداگرۍ دپاره د واگي بندر پرانیزي او هیله ده چې افغانو تجارانو ته هم دا فرصت ورکړي چې د واګي د بندر له لارې د هندوستان سره تجارت وکړي.

د سوداګری او د صنایعو وزارت وایي هندوستان د افغانستان څلورم تجارتی ملګری دی. دغه وزارت وایي له همدې امله هندوستان پریکړه کړیده چې تر سل ملیون ډالرو پورې د ایران په چاه بندر ولگوي. همدا شان هندوستان د کنډولا د بندر نه چاه بهار ته هره هفته د یوې هندۍ لویې کشتې تگ راتگ شروع کوََي.


چاه بهار د نیمروز د ولایت نه قریب اوه سوه کیلومتره لیری دی.

مزمل شینواری وایي هندوستان نیت لري چې د چاه بهار د بندر نه د افغانستان د وسپنې د پټلی په غزولو کې پانگه اچوي.

د اکرام شینواري بشپړ رپوټ دلته واورې.

Your browser doesn’t support HTML5

افغانستان به ډیر زر د نړیوال تجارتی سازمان غړی شي