د چین ولسمشر بایډن ته په کرونا د اخته کیدو له کبله د خواخوږۍ پیغام لیږلی

د چین ولسمشر شي جینپینګ د جمعې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته په کرونا د اخته کیدو له کبله د خواخوږۍ پیغام استولی دی.

د ولسمشر جو بایډڼ د کروناویروس د ازموینې نتیجه د پنجشنبې په ورځ مثبته شوه، خو ښاغلي بایډن ټینګار وکړ چې روغتیایي حالت یې «ښه دی» او ویې ویل چې په سپینه ماڼۍ کې به د ناروغۍ د ملایمو نښو نښانو په وجه قرنطین شي، خو کار ته به دوام ورکړي.

د سي سي ټلویزیون د رپوټ له مخې د چین ولسمشر شي جینپینګ ښاغلي بایډن ته په خپل پیغام کې لیکلي چې: «غواړم تاسې ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړم او هیله کوم چې خپله روغتیا ډیر ژر ترلاسه کړئ».

دا د تیرو څلورو میاشتو مجازي غونډې وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ پداسې حال کې لومړنی عامه تماس دی چې ددغو دوو زبر ځواکونو ترمنځ اړیکې د تایوان، اوکراین او د تکنالوژۍ په برخه کې د سیالیو په وجه په پرله پسې توګه خرابې شوې دي.

بایډن او جینپینګ د مۍ میاشتې په ۱۸مه د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې کړې وې؛ په کومو خبرو کې چې بایډن د چین ولسمشر ته د اوکراین په جګړه کې د روسیې سره د مرستې کولو په هکله خبرداری ورکړی و.

د امریکا او چین دغه دوه مشران د یوې لسیزې راهیسې سره پیژني او کله چې دواړه مرستیال ولسمشران وو سره یې د یو بل هیواد ته سفرونه کړي دي.

د روانې اونۍ په پیل کې ښاغلي بایډن د دواړو هیوادونو د لوړپوړو دپلوماتانو ترمنځ د خبرو څخه څو اونۍ وروسته وویل چې په راتلونکو «لسو ورځو» کې به د شي جینپینګ سره به تلیفوني خبرې وکړي. امریکایي او چینایي دپلوماتانو هڅه کړې چې د تایوان د مسلې پر سر د دواړو هیوادونو مخ پر ودې لفظي شخړه ختمه کړي.

بیجینګ پدې وروستیو کې تایوان ته د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو د خونې د رئیسې نانسي پوسي پلان شوی سفر وغنده. د ښاغلي بایډن د واکمنۍ پر وخت میرمن پلوسي د متحده ایالاتو تر ټولو لوړپوړې چارواکې ده چې د تایوان خودمختاره ټاپو ته سفر کوي. چین ادعا لري چې تایوان یې د خاورې جز دی.

له بلې خوا تایوان ته د امریکا د استازو د خونې د مشرې نانسي پلوسي ممکنه سفر، په واشنګټن کې هم اندېښنې راپاولي دي. جمهور رئیس جو بایډن وايي، د امریکا د پوځ د هغو اندېښنو له آمله د مېرمن پلوسي له سفر سره مخالف دی چې وايي کیدای شي دا کار له چین سره اړیکې ترینګلي کړي.

جمهور رئیس بایډن په دې اړه د خبریالانو د پښتنو په ځواب کې وویل چې د امریکا پوځ فکر کوي چې په روان حالت کې دا سفر ښه نظر ندی، او زیاته یې کړه، معلومه نده چې دا سفر به وشي او که نه.