د یمن یوه خبریاله امریکا ته پرینښودل شوه چې خپله جایزه واخلي

FILE - An international passenger arrives at Washington Dulles International Airport in Virginia.

امریکا د یمن یوې مشهورې خبریالې عفراه نصیر ته د خپلې جایزې اخیستلو لپاره امریکا ته د راتگ اجازه ورنکړه.

د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نړیوالې ادارې سي پي جی د سپټمبر په میاشت کې اعلان کړی و چې د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره نړیواله جایزه به د یمن یوې مشهورې خبریالې عفرا نصیر ته ورکوي. نصیر دا وخت په سویډن کې سیاسي پناه اخیستي ده.

نصیر د سویډن تبع ده او امریکا ته ځکه ځي چې خپله جایزه واخلي. د امریکا حکومت نصیر ته د راتگ اجازه ځکه ورنکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځینو هغو ملکونو د اتباعو امریکا ته په سفر بندیز لگولی دی چې اکثریت یې مسلمانان دي. کیدی شي نصیر ته هم ځکه اجازه نه وي ورکړل شوي چې هغه د یمن ده او یمن هم د هغو ملکونو په جملې کې شامل دی چې د سفر بندیز پری لگیدلی.

اعلې نصیر د جمعې په ورځ په خپل فیسبک ولیکل چې هغه یو ښه علت لري چې امریکا ته سفر وکړي خو د هغې د امریکا د ویزې لپاره درخواستونه دوه ځله رد کړل شول او هغې زیاته کړه چې درهم ځل هم هیله نلري چې ویزه به واخلي.

د خبریالانو د خوندیتوب اداره سي پي جی به په نیویارک کې د نومبر په ١٥ اغلي نصیر ته جایزه ورکوي.

نصیر په ٢٠١١ کال کې په سویډن کې هغه وخت سیاسي پناه واخیسته چې په یمن کې ورته په حکومت د انتقادونو په وجې نور ژوند کول مشکل شول. نصیر د سویډن نه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړیده.