د عربستان او حوثي یاغیانو ترمنځ د جنګي بندیانو د تبادلې نوی پړاو پیل شو

د صنعا په هوايي ډګر کې خوشې شوي بندیان

د یمن پلازمینې صنعا ته د سعودي عربستان د پلاوي د سفر له پای ته رسیدو وروسته د جمعې په ورځ د اپریل په ۱۴ (وري ۲۵) د سعودي عربستان او د یمن د حوثي یاغیانو ترمنځ د جګړې د بندیانو تبادله پیل شوه.

د سعودي عربستان او د یمن د حوثي یاغیانو ترمنځ د هوکړې په اساس ټاکل شوې چې دواړه خواوی ۸۸۷ جنګي بندیان تبادله کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې سعودي عربستان د جمعې په ورځ د حوثي یاغیانو لومړۍ ډله بندیان خوشې کړل او ۳۵ حوثي جنګیالي د سعودي عربستان له عدن هوايي ډګر څخه د یوې الوتکې په واسطه د یمن پلازمینې صنعا هوايي ډګر ته چې د حوثي یاغیانو په ولکه کې دی انتقال شول.

د سره صلیب د نړیوالې ادارې په وینا، د یمن حوثي یاغیانو هم د جمعې په ورځ ۱۲۵ جنګي بندیان خوشې کړل او ۳۳۲ نور کسان به هم خوشې کړي. د دغه نړیوال سازمان په وینا په پام کې ده چې د دریو ورځو په ترڅ کې د دواړو خواو تر منځ شاوخوا ۹۰۰ جنګي بندیان تبادله شي.

د سعودي عربستان او د یمن د حوثي یاغیانو ترمنځ د اوربند او د جګړې د بندیانو د تبادلې موافقه وروسته له هغې کېږي چې ایران او سعودي عربستان د چین په منځګړتوب د دپلوماتیکو اړیکو په بیا پیلولو موافقه وکړه.

د سعودي عربستان او د یمن د حوثي یاغیانو د پلاوي تر منځ له شپږو ورځو خبرو اترو وروسته، د یمن د سیاسي عالي شورا غړي محمد علي الحوثي په یو ټویټ کې لیکلي دي: «د خبرو اترو فضا مثبته وه او د دوهم پړاو خبرو نیټه هم ټاکل شوې ده."

دا هم ولولئ امریکا په یمن کې د بندیانو د تبادلې د موافقې هرکلی وکړ 

په صنعا کې خبرې اترې د یمن د شخړې د سیاسي حل لپاره د عمان په مشرۍ د نړیوالو هڅو یوه برخه ده. په ۲۰۱۴ کې حوثي یاغیانو د یمن پلازمینه صنعا او د دغه هیواد ډیرې شمالي برخې ونیولې.

د یمن په جګړه کې د ښکېلو ډلو ترمنځ د خبرو اترو په پیلېدو سره دا هیله رامنځته شوې چې په دغه هېواد کې اته کلنه جګړه پای ته ورسېږي. د یمن په جګړه کې، ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن د ګوښه شوي حکومت ملاتړ کوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل شوی.

د یمن کورنۍ جګړه په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه پیل شوه چې حوثي یاغیانو د دغه هېواد پلازمېنه صنعا ونیوله او په رسمیت پېژندل شوی حکومت یې جلاوطنۍ ته اړ کړ. له هغې وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي عملیات پیل کړل او له هغه وخت راهیسې دغه هېواد په جګړه او ګډوډۍ کې ښکېل دی.

له هغه وخت راهیسې په یمن کې په مستقیمه توګه د جګړو په پایله کې او یا هم په غیر مستقیم ډول د ناپاکو اوبو د څښلو، د ناروغیو د خپریدو، لوږې او نورو عواملو له امله په سلګونو زره کسان وژل شوي دي. په دې جګړه کې تر ۱۱ زرو زیات ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو په وینا، په یمن کې جګړه د دې لامل شوې، چې دغه هېواد په نړۍ کې له تر ټولو بد بشري بحران سره مخ شي؛ په دې هیواد کې په میلیونونو خلک له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي او په فقر او لوږه کې ژوند کوي.