د عربستان په مشرۍ ایتلاف د ملگرو ملتونو په تور لیست کې شامل شو

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش

ملگرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف د ملکي وگړو په ځانگړې توگه د ماشومانو د وژلو په دلیل ددې سازمان په تور لیست کې شامل کړ.

د رویترز خبري اژانس وایي چې د حوثي یاغیانو نومونه چې ایران یې ملاتړ کوي، د یمن دولتي ځواکونه، د یمن د دولت پلوي ملیشه ډلې او په عربستان په شبه جزیره کې د القاعده ډله د ملگرو ملتونو په تور لیست کې شامل کړای شوي دي.

خو د ملگرو ملتونو د ویاند مرستیال فرهان حق، د امریکا غږ سره په یوه مرکه کې وویل چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په تور لیست کې نه دی شامل شوی، بلکه ددې ایتلاف اعمال د ماشومانو د حقونو نه د سرغونې په هکله د ملگرو ملتونو په رپوټ کې ضمیمه شوی دی.

ښاغلي حق وویل چې زیات شمیر هیوادونه او مختلف اړخونه په جنگ ځپلو سیمو کې د ماشومانو د حقونو نه په سرغړونو کې دخیل دي.

د سعودي عربستان غبرگون

له بلې خوا ریاض د ملگرو ملتونو رپوټ رد کړی او هغه یې "غلط او بې لارې کوونکی" گڼلی دی.

په ملگرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر عبدالله المعلمي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هیواد یې په یمن کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د مخنیوي لپاره جدي "پاملرنه او احتیاط" کړی دی.

ښاغلي المعلمي زیاته کړه چې حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي او د یمن د پخواني جمهور رئیس علي عبدالله صالح، پلوي قواو په یمن کې د ملکي وگړو ژوند له گواښ سره مخامخ کړی او د ماشومانو نه یې د انساني سپر په توگه کار اخلي.

د ملگرو ملتونو د رپوټ جزییات

د ملگرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې د ملکي وگړو د تلفاتو د مخنیوي له کوششونو سره سره د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حملو په نتیجه کې په یمن کې ۶۸۳ ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ٢٠١٥ کال په مارچ کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړل.

د ملگرو ملتونو رپوټ چې د رویترز اژانس ته په لاس ورغلی وایي چې حوثي یاغیان هم په ٢٠١٦ کال کې په یمن کې د ۴١۴ ماشومانو د وژلو او ټپي کولو مسول دي.

دا رپوټ د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو گوتیرش، له لورې د امینت شورا ته ورکړل شوی دی. په رپوټ کې راغلي چې په ٢٠١٦ کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې پر ښوونځیو او روغتونونو باندې ٣٨ حملې کړې دي.

خو په رپوټ کې دا هم ذکر شوي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په څیر یو شمیر سیالو ډلو په یمن کې داسې اقدامات هم کړي چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې مخنیوی وشي، خو په جگړه کې نورو ښکیلو ډلو دا ډول اقدام نه دی کړی.

د ملگرو ملتونو رپوټ هغه ډلې چې په تور لیست کې شاملوي د هغوی پر ضد کوم اقدام نه کوي او یواځې د هغوی کړنې "له شرمه ډکې" بولي او له هغوی غواړي چې د ملکي وگړو په ځانگړې توگه د ماشومانو د مرگ ژوبلې د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

د یمن په جگړه کې د ماشومانو په گډون څه دپاسه ١٠ زره ملکي وگړي وژل شوي دي او دغې جگړې د عربي نړۍ دغه ناداره هیواد د قحطۍ سره مخامخ کړی دی.

مرستندویه موسسو د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف نه غوښتي چې د حوثي شعیه مذهبه یاغیانو پر ضد حملې ودروي چې دوی د خلکو سره لومړنۍ مرستی وکړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي د ٢٠١٧ کال د می په پنځمه وویل د یمن د خلکو یو نسل له لوږې سره لاس او گریوان دی او نړیواله ټولنه باید د هغوی د ژغورلو لپاره اقدام وکړي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنگۍ دفتر ویلي چې د یمن ۱۸.۸ میلیون نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملگرو ملتونو دا هم ویلي چې په یمن کې شاوخوا ٢،٢ میلیونه ماشومان په سو تغذي اخته دي. ددې سربیره د یمن ١۴ میلیونه وگړي د څښاک اوبو له کمبود سره مخامخ دي.

حوثي یاغیانو په ٢٠١۴ کې د یمن پایتخت د صنعا ښار ونیو او ددې هیواد حکومت یې چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پیژانده وپرزاوه.

د سوریې د جگړې برعکس د یمن جگړه گاونډیو هیوداونو ته د یمني مهاجرو د تگ سبب شوې نده په همدې دلیل د یمن شخړه د نړۍ د خبرونو سرلیک نه جوړوي.

د تاوتریخوالي دوام او په یمن کې اداري موانع ددې سبب شوي چې ددې هیواد خلک د نړیوالو مرستو نه محروم پاته شي.