د ننګرهار د سږ کال کانکور تر ټولو مشر او کشر ګډونوال

ننګرهار پوهنتون کې ۵۲ کلن مشر او ۱۶ کلن کشر چې د دولسم ټولګي فارغان وو د کانکور په ازموينه کې يې ګډون وکړ.

۵۲ کلن محمد عثمان چې د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی د ننګرهار ولایت د سږکال د کانکور ازموینه ورکړه.

چارواکي وايي ښاغلی محمد عثمان د سید سرور قادري لېسې څخه فارغ شوی دی.

د ننګرهار ولایت مقام د معلوماتو په اساس د ښاغلي محمد عثمان د خوښي پوهنځی پښتو ادبیات او ژورنالیزم دی او تمه لري چې د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شي.

د دې ترڅنګ د یاد ولایت په سږني کانکور کې تر ټولو کشر زده کوونکی د بټي کوټ ولسوالۍ ۱۶ کلن اوسېدنکی حامد دی.

چارواکي وايي چې حامد د ننګرهار له عالي لېسې څخه فارغ شوی دی.

انجنیري د حامد د خوښي پوهنځی دی او تمه لري چې د کانکور ازموینې له لارې خپلې د خوښې څانګې ته بریالی شي.

د يادولو ده چې ننګرهار کې سږکال ۱۶۶۰۰ زده کوونکو د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی.