د ناوې د پیغلتوب معلومولو ازموینه بنده کړئ- هندي کمپاین کوونکي

د هند د یوې قبیلي ځوانانو د ناوې ګانو د بکارت معلومولو ازموینه د ناوړه دود دستور پر ضد ډله ییز کمپاین پیل کړی دی.

د کنجربات په نامه د یوې کوچۍ قبیلې غړو چې د مهاراشترا په گډون د هند په څو ایالتونو کې اوسیږي، د واده په شپه د یوې خصوصې ازموینې له لارې معلوموي چې ناوې پیغله ده کنه ده.

دمخه تردې چې هلک او ناوې سره یوازې شي، د هلک د کورنۍ ښځې ناوې معاینه کوي چې پر بدن یې کوم ټپ نه وي، پدې خاطر چې د ټپ په وینه د بکارت د پردې د وینې اشتباه ونشي. بیا زوم ته اجازه ورکول کیږي چې د ناوی سره خلوت وکړي او د هغوی د یوځای کیدو پر وخت مشران د خونې شاته تر هغه انتظار وي چې زوم راووځي او هغوی ته ووایي چې ناوې یې باکره وهکه نه.

که څه هم چې د طبابت له نظره د جماع پر وخت د ښځې د فرج" شرمګاه" وینه د باکره والي او نه باکره والي لپاره کوم قوي دلیل نشي کیدای خو د کنجربات په قبیله کې د اکثرو نورو دودیزو ټولنو په څیر د زفاف د شپې وینه د ناوې د پیغلتوب یوازینی دلیل گڼل کیږي. خو وینه رانشي نجلۍ بداخلاقه او ناباکره گڼل کیږي.

هغه ځوانې نجونې چې پدې غیر علمي ازمایښت کې پاتې راځي د خپلوانو له نظره لویږي او حتی له ټولنې ګوښه کړل کیږي. که څه هم چې د هند په مهاراشترا ایالت کې قانون د محلي شوراگانو دا ډول پریکړې منع کړي خو ددې شوراگانو پریکړو ته آن د سیمې ډاکتران درناوی کوي.

د اعتراضونو پیل

د مدني حقونو یوه فعاله نندني یاداو، وایي چې د زفاف په شپه د ناوې د بکارت په اړه ډاډمن کیدل په ځنیو ټولنو کې یو منل شوی دود دی او حتی ښځې هم له هغه سره کومه ستونزه نلري. خو بیا هم میرمن یاداو وایي اوس زیات شمیر ځوان نارینه ددې ناوړه دود په وړاندې اعتراضونه پیل کړي دي.

ویویک تامایچیکر یو له دغو ځوانانو څخه دی. هغه چې سږکال یې واده ته تیاری نیوه ددې پرځای چې د خواړو او د واده د جشن په اړه اندیښمن اوسي تر ډیره یې د خپلې ماندینې د بکارت د ازمایلو په هکله فکر کاوه چې د کورنۍ مشران به یې کوي. له همدې ځایه ٢٨ کلن ویویک د بکارت د ازمایلو پر ضد کمپاین پیل کړ.

کورنۍ یې هغه او ماندینې ته وویل چې که د بکارت د ازمایلو له دود نه سرغړونه وکړي له ټولنې به وایستل شي. ویویک د رویترز اژانس ته وویل "ما دا حس کړه چې له دې درکه په ټولنه کې فشار شدید دی او هوډ مې وکړ چې په علني توگه د هغې پر ضد ودریږم.»

دغه هندي ځوان وایي پیغام یې هره ورځ زیات پلویان مومي او د زیاتو خلکو غوږ ته رسیږي. د ښاغلي ویویک په وینا د هغه تبلیغاتي ډله چې په تیر دسامبر کې یې فعالیت پیل کړی لومړی شپږ تنه وو خو اوس یې د غړو شمیر شاوخوا ٦٠ تنو ته رسیدلی.

له دې سربیره نور بنسټونه هم شته چې د ښځو له لورې پرمخ بیول کیږي او رسالت یې د خرافاتو پر ضد مبارزه او د ناوې ګانو د بکارت د معایناتو مخنیوی دی.