خوست کې ځوانانو د کتابتونونو د زیاتیدو غوښتنه کړې

په داسې حال کې چې په افغانستان کې پر تعليمي مرکزونو پانګونه د ودې په حال کې ده، د مطالعې کلتور هم مخ پر ودې دی. د خوست په ولایت کې ځوانان له دولت نه غواړي چې د کتابتونونو بډاينې ته هم پوره توجه وکړي.

د پوهنتون فارغ سپين روان نورزی وايي چې که څه هم په خوست کې د کتابتونونو لپاره څه ناڅه کار شوی خو د دوی اړتيا يې نه ده پوره کړې. روان نورزی د کتاب مطالعه د پرمختګ اساسي پديده بولي.

”کله چې د انسان مطالعه پراخه شوله نو د ده ذهن پراختيا مومي. کله چې د ده ذهن پراخ شو نو د ده نظر وسعات پيدا کوي نو تنګ نظري له ده ونه ځي او له ده څخه يو متمدن انسان جوړېږي‟.

په همدې حال کې د خوست والي چې د اطلاعاتو او کلتور رياست د عامه کتابتون لپاره د جوړې شوې ودانۍ د پرانستنې پرمهال يې خبرې کولې، خبر ورکړ چې په دې ياده برخه کې به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

والي حکم خان حبيبي زياته کړه، د پلان له مخې غواړي په هغو ځايونو کې چې ګڼه ګوڼه يې زياته ده، پر عامه کتابتونو پانګونه وکړي. ده د نوي عامه کتابتون جوړېدا په علمي ډګر کې مهم لاسته راوړنه وبلله.

”باور لرم چې د دې کتابتون په اکمال او تجهيز به محصلينو، زده کوونکو، د پوهنتون استادان او نورو ځوانانو او پېغلو ته د مطالعه ښه زمينه برابره کړي‟.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست عامه کتابتون په يوه کوچنۍ خونه کې جوړ شوی، خو مسوولين وايي چې د نوې ودانۍ تر پرانستنې وروسته هڅه کوي، د وخت له اړتيا سره سم ورته کتابونه راوړي.

مدني فعال محمدزمان نظري په دې نظر دی چې افغان دولت د نړيوالې ټولنې په مرسته تر يوه بريده خپل مسووليت ترسره کړی. دی له سوداګرو هم غوښتنه کوي چې پر کتابتونونو پانګونه وکړي.

”که چېرې انسان مطالعه ونه لري چې دماغ يې مړه کيږي. لوستي کسان اړ دي چې مطالعه او تحقيق وکړي. د دا ډول مرکزونو جوړول په ښار او ولسواليو کې ډېر اړين دي‟.

په ټوليز ډول ارزونه دا ده چې په تېره ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د کتاب لوستنې کلتور ډېره وده کړې، خو د ځينو مهمو اسانتياوو نشتون د ځوانانو ترمنځ ددې فرهنګ د غوړېدا په مخ کې ستونزې جوړې کړې دي.