ذاکر نایک د مالیزیا د حکومت نه ولې بخښنه وغوښته؟

ذاکرنایک دیني عالم دی چې له کلونو راهیسې د اسلام تبلیغ کوي.

د هند مشهور اسلامي مبلغ ذاکر نایک چې اوس په مالیزیا کې ژوند کوي، په خپل یو لانجمن بیان د مالیزیا له حکومت نه بخښنه غوښتي ده.

د مالیزیا حکومت د هندي دیني عالم ډاکټر "ذاکر نایک" د یو لانجمن بیان له کبله د هغه په ویناگانو بندیز لگولی دی.

د رویټرز خبري اژانس لیکي چې ذاکر نایک د هند په اړه ویلي و چې په دغه ملک کې هندوان د مسلمانانو په پرتله سل ځله زیات حقونه لري.

په ډاکټر ذاکر نایک باندې په هند کې د پیسو د قاچاق تورونه دي چې له کبله یې هغه د یوې مودې راهیسې په مالیزیا کې ژوند کوي.

د یادونې وړ ده چې د مالیزیا حکومت د نسل په اساس تبعیض جدي گڼي ځکه په دغه ملک کې ٦٠٪ مسلمانان او پاتې ۴٠٪ د نورو مذهبونو سره تعلق لرونکي ژوند کوي.

د مالیزیا پولیسو د ډاکټر ذاکر نایک نه د لسو ساعتونو پورې تحقیقات وکړل چې د هغې نه وروسته ښاغلي نایک د خپلو څرگندونو په اړه بخښنه وغوښته.

هغه وویل: "په خپلو څرگندونو بخښنه غواړم خو ما دغه خبرې د نژادي تبعیض په اساس ندې کړې. زما خبرې غلطې تعبیر شویدي. زما هدف دا نه و چې زه یو کس یا یوه ټولنه ازار کړم. دغه د اسلامي تعلیماتو برعکس دي. زه بخښنه غواړم."

ډاکټر ذاکر نایک په مالیزیا کې د اوسیدو قانوني اسناد لري خو د دغه هیواد ځینې سیاستمداران او وزیران د حکومت نه غواړي چې هغه د مالیزیا نه وشړي.

د دغو غوښتنو په ځواب کې د مالیزیا صدراعظم "مهاتیر محمد" ویلي دي چې حکومت په دې اړه تحقیقات کوي او که ذاکر نایک باندې دغه جرم ثابت شي نو د قانون سره سم به هغه د ملک نه وویستل شي.

مهاتیر محمد دا هم وایي چې ډاکټر نایک د اسلام د تبلیغ اجازه لري خو په نژادي برخه کې د څرگندونو حق نه لري.