زلمی خلیلزاد : افغانان دې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو شي

جمهور رئیس محمد اشرف غني په جرمني کې د امریکا د جګپوړو چارواکو سره کتلي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په افغانانو غږ کړی چې د سولې د راوستلو لپاره دې سره یو شي.

ښاغلي خلیلزاد د جرمني د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډې کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کتلي دي.

زلمي خلیلزاد د دې ملاقات په هکله په ټویټر کې لیکلي: "خوښ یم چې نن مې یو ځل بیا په مونیخ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وکتل. د تاوتریخوالي د کمیدو په فرصت او د ټول شموله افغان سولې د پروسې د چمتوالي په اهمیت وغږیدو. په ټولو افغانانو غږ کوو چې د دې فرصت نه ګټه واخلي او دا غمیزه دې نوره پای ته ورسوي چې د څلویښتو کالونو نه زیات وخت وشو روانه ده."

دا په همدې اوونۍ کې دویم ځل دی چې خلیلزاد د افغانستان د چارواکو سره د جرمني د مونیخ په ښار کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې ملاقات کوي.

د امریکا دې ځانګړې استازي لیکلي "ټول پدې پوهیږو چې د بریالیتو ضمانت څوک نشي ورکولی خو ټول باید زیار وباسو." زلمی خلیلزاد وایي د ټولو کسانو سره یې چې لیدلي د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ یې کړی.

د امریکا او طالبانو تر منځ د موقتي اوربند ټول جزیات تر دې دمه مطبوعاتو ته ورکړل شوي نه خو ځینو امریکايي چارواکو، چې د تړون په جزیاتو خبر دي، ویلي دي چې دا موافقه به ژر اعلان شي او د اعلان په سبا به د تاوتریخوالي کمېدل پيل او بیا به په لسو ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پيل شي.