سعودي، استرالیا او کاناډا د الظواهري د وژل کېدو هرکلی وکړ

وروسته له هغې چې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن پرون ماښام اګست لومړی (زمري لسمه) د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو خبر ورکړ، د سعودي عربستان په ګډون ځینو هیوادونو او مشرانو ددغې پیښې هرکلی کړی دی.

د سعودي عربستان حکومت په دې اړه په خپرې کړې اعلامیې کې الظوهري د امریکا او سعودي ګډ دښمن بللی دی.

ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي: "الظواهري د ترهګرۍ یو له هغو مشرانو څخه ګڼل کیږي چې په متحده ایالاتو او سعودي عربستان کې یې د وحشتناکو ترهګریزو عملیاتو د پلانولو او اجرا کولو مشري کوله".

د استرالیا لومړي وزیر په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې د مشر له وژل کیدو وروسته وویل چې استرالیایان همیشه د ایمن الظواهري د ترهګریزو کړنو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي دي.

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ترهګرو ډلو ته په اشارې زیاته کړې: "دوی دې په دې پوه شي چې مونږ نور ترهګریزو کړنو له لارې غمیزې نه شو زغملی، او ترهګر دې وویني چې افغانستان به هیڅکله د هغوی د کرکې، ترهګرۍ او پر مونږ باندې د بریدونو لپاره خوندي ځاله نه وي".

بلخوا د کاناډا لومړي وزیر د ایمن الظواهري مړینه د خوندي نړۍ په لور ګام بللی دی.

جسټین تروډو په ټویټر باندې په خپاره شوي پیغام کې ویلي: "کاناډا به له خپلو نړیوالو شریکانو سره د تروریزم ګواښونو سره مبارزې، سولې او امنیت ته وده ورکړي، تر څو دلته په کور او ټوله نړۍ کې خلک خوندي وي."

د متحده ایالتونو پخواني جمهور رئیس بارک اوباما د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو په تړاو ویلي چې ترهګر دې داسې فکر نه کوي چې په افغانستان کې له جګړې پرته د ترهګرۍ له منځه وړل ممکن نه دي.

اوباما پر ټویټر باندې په خپاره کړي پیغام کې زیاته کړې: "د نن شپې خبرونه د دې ثبوت دی چې په افغانستان کې له جګړې پرته د ترهګرۍ له منځه وړل ممکن دي. او زه هیله لرم چې دا د سپتمبر د ۱۱مې پیښې قربانیانو ته او نورو ټولو هغو کسانو ته چې د القاعدې له خوا زیانمن شوي دي، لږ څه ارامي ورپه برخه کړي."