زیلینسکي: بهرنیو جنګیالیو ته د اوکراین تابعیت ورکول کیږي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وايي اوکراین کې د روسي ځواکونو خلاف جنګېدونکو بهرنیانو ته د اوکراین تابعیت ورکول کیږي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغې دوهمه) یوه قانوني مسوده اعلان کړه چې له مخې به یې په هیواد کې د روسي ځواکونو په وړاندې جنګیدونکو بهرنیانو ته د اوکراین د تابعیت اخیستلو لار هواره شي.

په زرګونو بهرنیان په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په پیل کې اوکراین ته تللي چې د مسکو د هغو ځواکونو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي چې هڅه کوي د اوکراین دولت ړنګ او کنټرول یې ترلاسه کړي.

زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یو بیان کې وویل: "بهرني رضاکاران چې د اوکراین د دفاع لپاره یې وسلې پورته کړي، لکه د خپل وطن په څېر یې د ازادۍ لپاره جنګیږي. اوکراین به د دوی لپاره خپل وطن شي."

هغه یوه نوې قانوني مسوده اعلان کړه چې له مخې یې اوکراینیانو ته اجازه ورکول کیږي چې له روسیې پرته د نړۍ د بل هر هېواد دوه ګونی تابعیت ترلاسه کړي.

زیلینسکي وویل، د روسیې د هغو سیمو په اړه یې هم یو فرمان لاسلیک کړ چې په تاریخي ډول اوکراینیان پکې میشته دي خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنکړل.

هغه وویل، د سند هدف "د اوکراین د راتلونکي لپاره د تېر تاریخي حقیقت څرګندول" دي.

دا مطلب هم ولولئ د اوکراین د پوځ د افغاني الاصله قوماندان مړی خاورو ته وسپارل شو

د روسیې سره په جګړه کې، کیف د لویدیځ څخه په پراخه کچه وسلې ترلاسه کړي او د یو شمیر هیوادونو زرګونه اتباع له اوکرایني ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کوي.

د دوی په منځ کې، د بلاروس او روسي جنګیالیو قطعې هم شاملې دي. دغه دواړه هیوادونه د کیف له خوا "تیري کوونکي هیوادونه" بلل کیږي، ځکه چې روسي ځواکونو د بلاروس له خاورې څخه هم پر اوکراین بریدونه کړي دي.