د ایران په څو ښارونو کې د حکومت ضد مظاهرې شوې

د اصفهان په شاپور جدید کې مظاهره

د ایران د حکومت ضد مظاهرو په دوهمه ورځ اعتراضونه دریم ستر ښار اصفهان ته پراخې شوې دي. دغه مظاهرې چې په سلگونو کسانو په کې برخه اخیستې د هیواد د اقتصادي وضعیت په هکله د ایرانیانو د غوسې څرگندونکې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خبرونو، تصویرونو او هغو ویدیوگانو په بنسټ چې د امریکا غږ ته استول شوي د چهارشنبې په ورځ زیات شمیر خلکو د اصفهان د شاپور جدید په سیمه کې د اقتصادي بحران او د هغه په وړاندې د حکومت د اجرااتو په اعتراض مظاهره کړې وه.

په یو شمیر ویدیوگانو کې اعتراض کوونکي شعارونه ورکوي چې "د هر ایراني سکوت د ایران په وړاندې خیانت دی" او "خامنه یي حیا وکړه، هیواد خوشې کړه".

د رپوټونو له مخې پولیس د مظاهره کوونکو سره نښتي او خلکو په لارو کوڅو کې ټایرونو ته اور اچولی دی.

اعتراض کوونکو ویلي دي چې دوی د ریال په وړاندې د ریکارد په سطحه د ډالر د بیې د لوړیدو په نتیجه کې د وارد شویو تولیداتو د لوړو بیو په وجه مظاهرې کوي. د اعتراضونو نور دلیلونه فقر او بیکاري یاد شوي دي.

امریکا غږ ته په استول شویو ویدیوگانو کې یو شمیر خلک او مغازه لرونکي لیدل کیږي چې دکانونه یې تړلي دي او د مظاهره کوونکو سره یو ځای شوي دي.

پدغو خپرو شویو ویدیوگانو کې اعتراض کوونکو د حکومت د سیاستونو د غندلو لپاره دا شعارونه هم ورکړي دي چې "نه غزه، نه لبنان، ځان فدا له ایران نه".

پدې وروستیو ورځو کې په غیر رسمي بازار کې د یو امریکایي ډالر ارزښت ١٢ زره تومان ته ورسیده. تر اوسه د روحاني د دولت هڅه د ډالر د بیې د کنترگول لپاره ناکامه شوې ده.

دا پداسې حال کې دي چې په څو راتلونکو ورځو کې د ایران پر اټومي پروگرام باندې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له خوا لگول شوي بندیزونه پیل کیږي چې هدف یې د ایران د تیلو او غاز بازار دی.