فراه کې د ګوزڼ د پېښو د زېاتېدو په هکله اندېښنې

آرشیف

د فراه په کليوالي سېمو کې د پولېو واکسین د ناسم تطبیق له امله، د سیمې ماشومان د ګوزڼ په ناورغۍ د اخته کیدو جدي ګواښ سره مخامخ دي او د خلکو په مینځ کې یې هم سختې اندیښنې راپارولي دي. ​

د فراه ولایت مدني فعالین هم وايي چې ګوزڼ د هغو نا علاجه او ساري ناروغېو له ډلې څخه دی چې له یوې خوا درملنه نلري او له بلې خوا د ناروغو ماشومانو څخه روغو ماشومانو ته ژر سرایت کوي.

عبدالرحمن ژوندی، د فراه یو مدني فعال د دغه ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه د پولېو واکسین د لا زېاتو کمپاېنونو غوښتنه کوي.

هغه وویل: " که چېرې ېو ماشوم په ېو کلي او ېا ولاېت کې په ګوزڼ اخته کیږي، نو ډیر امکان لري چې هلته نور ماشومان هم په ګوزڼ اخته شي. یو ناروغ ماشوم کولی شي ډیر ژر روغ ماشوم ته د ګوزڼ ناروغۍ انتقال کړي".

هغه ټینګار وکړ چې ټولو قومي مشرانو، مخورو، سپین ږیرو او دیني عالمانو ته پکار ده چې په جدي توګه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او هغوی وهڅوي ترڅو خپل ماشومان واکسین کړي.

سمېع الله نورزی، چې په ېوه روغتیايي مرکز کې د ماشومانو د داخله امراضو ډاکټر دی وايي، د ماشومانو ګوزڼ حتا له ېوه هېواد څخه بل هېواد ته انتقال کېږي او په ډیر کم وخت کې د ماشوم د بدن زېاته برخه فلجوي.

هغه وویل: "... د پولېو واکسین د ماشومانو او په خاص ډول د نوېو زیږېدلو ماشومانو لپاره ډېر ګټور دی، ځکه د ټول عمر لپاره ېې د ګوزڼ ناروغۍ څخه ژغوري. نو زه د خپلو ټولو خلکو څخه غواړم چې ددغه ساري او لاعلاجه ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي".

د فراه د عامې روغتیا رئیس، عبدالجبار شاېق امریکا غږ ته ووېل: " که چېرې خلک په ولسوالېو کې د پولېو واکسین په سمه توګه تطبیق نکړي، نو د ګوزڼ ناروغي به بېرته سر پورته کړي او زموږ د تېرو کلونو خواري به هم په اوبو لاهو شي، ځکه معلومه خبره ده چې پولېو ساري ناروغۍ ده".

د روان ۲۰۲۰ میلادي کال له پېل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولېو د پېښو شمېر ۵۴ ته لوړ شوی، چې تېر میلادي کال همدغه شمیر یوازې ۲۹ و.