چین د جمهور ریْس بارک اوباما هغه وینا تر زیاته حده د پامه وغورځوله چې په کښی جمهور ریْس وویل چې دې ته ضرورت دی چې د تولید د برخې دندې بیرته آمریکا ته راوړل شي. چین د غبرګون پرځای هیله څرګنده کړ چې د جمهورر یْس د وظیفو پلان به د آمریکا سره مرسته وکړي چې د خپلو اقتصادي ستونزو نه راووځي.
د سوریې د جمهور ریْس بشر الاسد پر ضد مظاهرې د جمعې په ورځ په خونړیو تلفاتو واوښتی.عیني شاهدان او د بشري حقوقو فعالین وايي چې د جمعې د ورځې په پېښو کې لږ تر لږه ۸ کسه ووژل شول.
د څو ورځو ناکراریوو او چورچپاول وروسته د چارشنبې په ورځ په بریتانیې کې وضعیت بیرته عادي حالت ته ستون شو. د پلازمینې په ګډون دغه چورتالان د منچیستر او بریمینګهم ښارونو ته هم خپور شو.
په آمریکا کې یوې تحقیقاتي ډلې د ۲۰۰۸ کال راهیسې د زرګونو آمریکایانو سره چې بیلابیل مذهبونه یې درلودلل، مرکې کړي دي ترڅو د مسلمانو آمریکایانو سیاسي، ټولنیز او رواني ښکیلتیا په ډاګه کړي او دغه راز د نورو چلند د دوي په مقابل کې معلوم کړي. ددغې څیړنې پایلې د سې شنبې په ورځ خپرې شوې چې په کښي یو لړ په زړه پوړي شیان په ډاګه شوي دي
د قبرز د بیا یوځای کیدو دپاره هیلې د یوه کال مذاکراتو وروسته چې په لړ کې یې لږ پرمختګ وشو، مخ پر له منځه تلو دي خو ملګري ملتونه به د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې د دویمې دورې مزاکراتو کوربه توب وکړي. که چیري دغه خبري ناکامې شي نو کیدای شي چې په نتیجه کې دغه وچه د تل دپاره تجزیه شي
د آمریکا په ولسي جرګه کې چې د جمهوري غوښتونکو د خوا کنټرولېږي، د خلګو استاځو په لیبا کې د آمریکا د نظامي نقش په باب نن د جمعې په ورځ دوې جدي رای ګیرۍ کوي .
د آمریکا د واشنګټن اکسپریس ورځپاڼه د مې د میاشتې د ۱۳ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د انټرنیټ سیستم د نه درلودو برسیره هم د القاعدې د سازمان وژل شوی مشر اسامه بن لادن یو خلاق ایمل لیکونکی و او د آمریکا د حکومت نه یو ګام مخکي و.
د امریکا د وال سټریټ جورنال ورځپاڼه خپل د اپریل د ۲۱ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د افغانستان په شمال کې قومي ملیشې جوړې شوي دي او غواړي چې د طالبانو په مقابل کې خپل نفوذ زیات کړي.
د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼه د اپریل د ۱۴ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلیري کلینټن په افغانستان کې یو خونړۍ پسرلی پیش بیني کړی دی. د پاکستان د ډان ورځپاڼه د اپریل د ۱۵ مې نېټې په ګڼه کې د سي آي ای د مامورینو له قوله لیکي چې دغه سازمان په پاکستان کې د عملیاتو د درولو پلان نه لري
د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼه خپل د اپریل د ۱۲ نېټې په ګڼه کې لیکي چې د آمریکا او پاکستان اړیکې د سپتمبر د یوولسمې نیټې راهیسي د ترټولو غټ بحران سره مخامخ دي. د پاکستان د ابزرور ورځپاڼه خپل د اپریل د ۱۴ نېټې په ګڼه کې لیکي چې په افغانستان کې د هند نقش پاکستان او چین ته ګواښ پیښ کړیْ دیْ.
نن د جاپان په شمال ختېځو ساحلی سېمو کې د ۸،۹ درجو په قوت ېوه ډېره پېاوړی زلزله وشوه چې٢٠٠ کسان ېې ووژل. د زلزلې له امله لس مېتره لوړې څپې دسمندر نه راپورته شوې او ډېرکوورنه، موټرې، او وړې کېښتئ ېې لاهو کړې.
وروسته له هغه نه چې د مصر جمهور ریْس حسنې مبارک په خپلې وینا کې وویل چې هغه به خپل ځیني صلاحیتونه و خپل مرستیال ته وروسپاري او خپله به د څوکۍ نه ګوښه نشي، په مصر کې اوس هم اندېښنې د پخوا په شان ښکاره دي
په اندونیزیا کې د اورګاډي د ټکر او اور په دوو جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ کسه ووژل شول او په سلګونو نور تپیان شول. دغو دواړو پېښو د دغه ملک د ترانسپورت د بنسټ په باب نوې پوښتنې راپارولي دي.
په برازېل کې پرون دشنبی په ورځ په زرهاو خلکو د ډېر سخت باران باوجود په پاېتخت برازېلا کې ددغه هېواد دنوې جمهورې رېسې مېرمن ډېلېمه روسېف د وفادرارئ دلوړې په مراسموکی گډون وکړ.
یوه هندي سرمایه دار ژمنه کړې ده چې د ښوونې او روزنې د برخې سره به د دوو میلیاردو ډالرو مرسته وکړي. هغه هیله څرګنده کړه چې د ده دا کار به نور شتمن کسان ودې ته وهڅوي چې د هغه بیلګه تعقیب کړي.
دوه کاله مخکي د تروریستانو یوې ډلې چې په پاکستان کې میشت وو، د هند د ممبيي پر ښار یې مرګانۍ تروریستي حملې وکړې. په داسي حال کې چې هندي چارواکي ددغې خونړۍ پېښې دویمه کلیزه لمانځي پر پاکستان باندي یې غږ کړی دی چې د دې پېښې د عاملینو سره د عدالت کولو په برخه کې دي ورسره مرسته وکړي
دواړه اسرایل او فلسطین پر دې شکمن دي چې د آمریکا په نوښت د دغو ملکونو ترمنځ مستقیمې خبري به په منځني ختیځ کې د ۶ لسېزې شخړه پای ته ورسوي.
د امریکا ی لوړ رتبه سناتور په ناڅاپي توگه بیرته افغانستان ته تللی دی چی په جمهوررئیس حامدکرزي باندي فشار واچوي
د انسان په وجود کې ذهن تر ټولو مهمه برخه ده. د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي. لاندي ځیني مهم ټکي دي چې په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي.
د آمریکا د پالیټیکس په نامه ورځپاڼې د اګست د ښپږمې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې جمهور ریْس اوباما په افغانستان کې هغه تګلاره پرمخ بیايي چې پخواني جمهور ریْس بوش په عراق کې پر مخ بیوله.
نور پورته کول