چارواکي وایي دا ځلي د افغان حکومت په پلاوي کې یوه ښځه هم شامله ده، دوه اړخیز اعتماد رامنځته کول به ددغو خبرو په سر کې ځای ولري.
د کابل امنیه قوماندان وایي، د اختر په ورځو شپو کې په کابل کې د مخالفو وسله والو داحتمالي بریدونو د مخنیوی لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.
طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو پلاوی وايي،د دوهمې ناستې په اجنډا او وخت هوکړه شوې او ښايي بله ناسته په چین کې جوړه شي.
اجرائيه رئيس وايي،د میدان وردګو ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې په محلي پولیسو د مخالفو وسله والو د برید په وخت پولیسو سره همکاري نده شوې.
سناتور جان میکن وايي، له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهالوېش دې له سره غور وشي او دغه وتل باید حالاتو ته په کتو ترسره شي.
د ننګرهار محلي چارواکي او عام وګړي وايي، د دغه ولایت په ۶ ولسوالیو کې د داعش حرکتونه لیدل شوي او تورو بیرغونو د سپینو ځای نېولی دی.
ولسمشر غني په ملي شورا باندې د تېرې ورځې د برید د شپږو ترهګرو وژونکي بریدمل عیسی خان ته د یوه اپارتمان د ملکیت اسناد ورکړل.
اجرائیه ریاست د ولسمشر غنې د تېرې شپې د اعلامیې په تړاوو چې په یوه میاشت کې دننه به د پارلماني ټاکنو نېټه معلوموي مخالفت وښود.
د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د ګوند، مشر مولوي عبدالحکیم منیب په جګړه کې د ښکیلو خواو ترمنځ منځګړیتوب ته تیاری وښود.
د سږ میلادي کال له پیل نه تر اوسه له څلوېښت زرو نه زیات افغان کډوال راستانه شوي دي، چې د تېر کال په پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک چارواکي وايي چې د ورځې ۳۵۰۰۰ وینې ته اړتیا لري چې نیمايي یې رضاکاران ورکوي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې د طالبانو پر ضد تر ۸۰۰۰ زیات عملیات کړي دي.
یوې خوا ته مشرانو جرګه د چنګاښ له لومړۍ وروسته د ولسي جرګې کار غیر قانوني ګڼي، خو خپله ولسي جرګه وايي د کار دوام یې قانوني او مشروع دی.
کابل کې د یو شمیر لیسو د ښوونکو اعتصاب نن لسمې ورځې ته وغځېد، او لا هم د یو شمیر ښوونځو ټولګي تړلي او زده کوونکي په کور ناست دي.
په کابل کې د امریکا سفارت د خپل هیواد د خپلواکۍ ۲۳۹ کلیزه له وخت نه شاوخوا یوه میاشت وړاندې ونمانځله.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې په راتلونکې کې به یواځې د افغانستان د متقاعد ولسمشر په توگه ژوند وکړي او هیڅ مقام او منصب ته لیواله نه دی.
ملي امنیت وايي، د کابل پارک پلس په میلمستون د شوي برید طرح کوونکي چې یو یې په یوې بهرنۍ غیر حکومتي موسسه کې کارکوه نېولي دي.
اسحق ګیلاني وایي راتلوونکې اونۍ په دوبۍ کې د طالبانو د استازو او یو شمیرافغان سیاسي شخصیتونو ترمنځ د یوې ناستې لپاره چمتوالی نیول شوی.
اجرائیه رئیس عبدالله وایي هیڅکله به داسې تړون یا تفاهم لیک له چا سره لاسلیک نه کړي چې د افغانستان ملي ګټې او ملي امنیت زیانمن کړي.
ولسمشر غني د یو لیک په ترڅ کې د پاکستاني چارواکو غوښتي دي چې په دغه هیواد کې د میشتو طالب جنګیالیو له ملاتړ دې لاس واخلي.
نور پورته کول