په کابل ښار کې د یو شمیر لیسو د ښوونکو اعتصاب نن لسمې ورځې ته وغځېد، او لا هم د یو شمیر ښوونځو ټولګي تړلي او د دغو ښوونځو زده کوونکي په کور ناست دي.
د حبیبې لیسه لومړنۍ لیسه ده، چې ښوونکو یې د خپلو حقوقو لپاره راپورته شول، د دې لیسې ښوونکي وايي څلور غوښتنې لري او باید ومنل شي.
د حبیبې لیسې ښوونکی شاه حکیم وویل "د پخوا په شان پرته له بسته، د ښوونکو پرته له قدمونو یعنې د ترفیعاتو اجراء کول دي، دوهمه غوښتنه مو د معاشاتو او مسلکي امتیازاتو زیاتوالی دی، درېیمه غوښتنه مو د ښوونکو د تدریسي ساعتونو کموالی دی، د دوی د سن او سال خدمت د مودې په نظر کې نیولو سره."
خو د حبیبې د عالي لیسې بل ښوونکی علم ګل فیضي چې په اعتصاب کې یې برخه لري ، څلورمه غوښتنه داسې تکراروي "ولسمشر غني له معلمینو سره داسې وعده کړې وه، چې یوه یوه نمره ځمکه به درکوو، خو دا وعده یې نده عملې شوې."
دا ښوونکي وايي، تر هغو به ټولګي تړلي وي، چې حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي.
دا ښوونکي دا هم وایي، چې د کابل ښار نېږدې سل لیسې په دغه اعتراض کې برخه لري.
پدغو لیسو کې د استقلال، غازي، محمود طرزي لیسې هم شاملې دي.
مدني ټولنې هم له دغو ښوونکو ملاتړ کوي، یوې مدنې ټولنې غړو د دوشنبې په ورځ ددغو ښوونکو نه د ملاتړ لپاره غونډه جوړه کړې وه.
د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالینو د شبکې مشر محمد سنګر امیرزاده وايي "مونږ د ښوونکو له مشروعو حقوق نه دفاع کوو او غواړو چې دا پلي شي او ولسمشر د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي."
خو د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل وايي، د دوی ځینې غوښتنې د پوهنې د وزارت له امکاناتو لوړې دي او د ځینو غوښتنو تعمیل یې وخت غواړي.
د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس محمد کبیر حقمل وویل "مونږ د معلمینو غوښتنې یو په یو اورېدلي، پخوا تر دې چې دوی اعتصاب وکړي، مونږ دا غوښتنې د جمهوري ریاست عالي مقام ته سپارلي، هغه غوښتنې چې دوی یې د قانون د تغییر په هکله وايي، هغه وخت ته اړتیا لري."
په تېرو لسو ورځو کې په اعتصاب کېد شاملو لیسو زده کوونکي له زده کړو بې برخه دي، د حبیبې د عالي لیسې د څلورم ټولګي اول نمره احمد صمیم وايي "زه چې کله ښوونځي ته راشم او ووايي چې ښوونکي دي دې په اعتراض کې دي، سخت خفه کېږم."
په ورته وخت کې تیره ورځ د سویډن د کمېټې په مرسته په کابل کې د معلمینو یوه شورا هم جوړه شوې ده ، چې د ښوونکو د ستونزو د هوارولو لپاره به هلې ځلې کوي.
ددې شورا یوه غړي عبدالواسع وویل" دا شورا به د ښوونکو او دولت ترمنځ همکاره شورا وي."
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د معترضو ښوونکو د غوښتنو د عملي کولو لپاره لاس په کار شوي دي.
د ولسمشر غني د مطبوعاتي دفتر مسول حمد الله محب امریکا غږ ته وویل د مالیې وزارت او د پوهنې وزارت پدې مسئله لاس په کار شوي دي.
د تېر هجري کال د میزان په میاشت کې ولسمشر غني له ښوونکو سره امتیازاتو ژمنه کړې وه.
او دا ښوونکي هم د ولسمشر د هماغو ژمنو عملي کېدل غواړي